ښځې

د نجونو پر کار د بندیز دوام؛ پر افغان مېرمنو او نجونو برید دی

په نادولتي ادارو کې د طالبانو له لوري د نجونو پر کار د بندیز له پرېکړې څه کم یوه میاشت تېرېږي، خو له غوښتنو سره سره دوی خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

هغه نجونې، چې له دې پرېکړې وروسته یې دندې له لاسه ورکړې له سخت اقتصادي حالته ځورېږي او وایي که دا پرېکړه دوام وکړي ښايي تر دې هم له بد حالت سره مخ شي.

زهرا له هغو نجونو څخه ده، چې د کور سرپرستي پرغاړه لري او تازه یې په یوه خصوصي اداره کې دنده ترلاسه کړې وه.

هغه وایي، د کار د پيل لپاره یې ټول پړاوونه پای ته رسولي وو، خو د معاش له پيل وړاندې پرې طالبانو د کار بندیز ولګاوه.

هغه وایي، اوس حیرانه ده، چې نه یې معاش شته او نه هم له پور پرته د کور لپاره د خوراکي توکو د پېرلو بله لار لري.

زهرا وایي: «زه مجبوره وم کار وکړم په سختۍ مې په یوه موسسه کې دنده پیدا کړه، خو دا چې کار پيل شي اسناد مې جمع کړل طالبان را نازل شول او بندیز یې ولګاوه، اوس حیرانه یم څه وکړم نه پوله پټی شته او نه د کور بل سرپرست چې مزدوري وکړي اړ یو قرض وکړو.»

هغه له طالبانو غواړي، چې ژر دې د دوی پر وړاندې د کار بندې دروازې پرانيزي.

آسیه بیا د یوې موسسې فعاله کارمنده ده، خو ځان بختوره ځکه بولي، چې اوس لپاره دفتر ورته په کور هم تنخوا ورکوي.

هغه وایي، سره له دې چې اوس یې تنخوا روانه ده، خو په خبره يې ځان راحته نه احساسوي.

نوموړې زیاتوي، هغه وخت به آرامه شي، چې ددې ترڅنګ یې سلګونه نورې خویندې هم په کار شي او د بل له احتیاجه خلاصې وي.

آسیه زیاتوي، څه کم یوه میاشت کېږي، چې په کور ناسته ده، خو د روح او روان له پلوه ځپل شوې ده.

نوموړې زیاتوي: «ما ډېرې هیلې درلودې کار ته په مینه تلم، ښه په حجاب تلو هلته مو د ناستې ځای هم له نارینه وو بیل و، خو بندیز سخت وځورولم ولې هر وخت نجونې تر فشار لاندې راولي دوی بل لوری نه لري.»

هغه وایي، سره له دې چې طالبان پر افغان نجونو د بې حجابۍ تور لګوي خو زیاتوي، چې طالبان په دې پلمه د افغان نجونو د پرمختګ مخه نیسي او دا نشي زغملی، چې دوی پرمختګ وکړي.

افغان نجونې له طالبانو غواړي، چې د دوی پر وړاندې تړلې ښوونیزې دروازې پرانیزي او د کار اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده‌کړو له لګېدلو بندیزونو وروسته د نړیوالو بنسټونو فعالیتونه هم ځنډېدلي دي. دوی وایي چې له ښځو پرته د دوی د کار دوام ناشونی دی.

د ناروې د پناه ‌غوښتونکو شورا عمومي منشي «جان اګلند» څو ورځې وړاندې پر ټویټر لیکلي و، چې دوی له نارینه او ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې فعالیت نه‌شي کولی.

تر دې وړاندې د طالبانو له لوري د ښځو د کار بندیز په غبرګون کې نوموړي ویلي و چې له ښځینه کارکوونکو پرته به په افغانستان کې کار نه کوي او له نورو ادارو یې غوښتي چې په افغانستان کې دې یوازې د نارینه کارکوونکو کار ته دوام نه ورکوي.

له بلې خوا د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو یوه اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوې سروې پایلې ښيي چې په افغانستان کې تر ۱۵۰ ډېر خصوصي بنسټونه له فعالیته منع شوي دي.

د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر) هم په یوه خبرپاڼه کې د دې پرېکړې له اعلان سره سم په افغانستان کې د ۱۸۳ فعالو کورنیو او نړیوالو نادولتي غړو سازمانونو هم دا پرېکړه غندلې وه.

د نظر خاوندان وایي، د دې پرېکړې دوام د هغو افغان مېرمنو او نجونو پر وړتیا برید دی، چې په عامو، ټولنیزو او مسلکي برخو کې فعالیت لري.