سوداګري

کندهار کې د خرما آزمايښتي بڼونو مثبته پايله ورکړې ده

درې کاله وړندې د کندهار په دامان، ډنډ او پنجوائي ولسوالیو کې پر ۲۵ جریبه ځمکه د خرما نیالګي کېنول شول، چې تازه يې بڼ لرونکي له مثبتي پايلې خبر ورکوي.

د کندهار په عینو مېنه کې د خرما د سلګونه ونو بڼ لروونکی محمد عيسی وايي، د خرما کېنول شوي نيالګي د کندهار له آب و هوا سره برابر دي او دوی سږ کال ترې لږ حاصل ترلاسه کړی دی.

بڼ لرونکی وایي چې خرما کمو اوبو ته اړتیا لري او له وچګالۍ سره هم مقاومت کولای شي.

نوموړی زیاتو: «له هلمند، نيمروز او فراه وروسته اوس دا دی کندهار کی هم د خرما حاصلات ښه دي، که له کروندګرو ملاتړ وشي لا به ښه حاصل ترلاسه شي.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ اداره بیا وایي، خرما د نشه يې توکو له بديلو کښتونو څخه ده، چې د بزګرانو د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.

د کندهار د کرنې رياست د کرنیزو محصلاتو آمر شمس الرحمن موسی وایي، دوی له هغو بزګرانو سره مرسته کوي، چې د خرما بڼونه جوړوي.

هغه زیاتوي: «هر هغه بزګر چي غواړي د خرما بڼ جوړ کړي، موږ ورسره همکاري کولای شو، د خرما ښه ډولونه نیالګي ورته ښيو، ځکه خرما د نشه يې توکو له ښو او ګټورو بديلو کښتونو څخه ده.»

د کندهار د وچي مېوې د ټولني مسئول حاجي عبدالاحد هم د خرما راتلونکي حاصلاتو ته هيله من دی.

هغه وایي خرما د نورو مېوو په څېر په افغانستان کې ښه بازار لري او دودول به یې د کروندګرو له اقتصاد سره مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي: «افغانستان کي ډېره خرما مصرفېږي او که موږ خپل حاصلات ولرو، هر کال به مو په ميلیونونه ډالره بهر ته له لېږد څخه راګرځول شي.»

په فراه، ننګرهار، لغمان، هلمند او نيمروز ولایتونو کې د خرما بڼونه جوړ شوي، چې د مسوولينو په وینا ترلاسه شوی حاصل يې د کيفيت له اړخه لوړ دی.