ښځې

د ژوند له سختیو د مزارشریف ښاروالۍ د کارګرو مېرمنو شکایت

افغانستان کې ورځنی کار تل د نارینه‌وو له نوم سره تړلی دی؛ خو تازه په مزارشریف ښار کې یوې ډلې ښځو د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره ورځني کار ته مخه کړې ده. بېوزلۍ او وزګارۍ ښځې اړ ایستلې چې د ورځې د نږدې ۵۰۰ افغانیو په بدل کې د مزارشریف ښاروالۍ کې کار وکړي.

۴۵ کلنه شریفه چې د ۱۱ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې ده سهار وختي له مزارشریف ښاره له یوه لیري کلي قزل‌اباد څخه ځان د مزارشریف په ښاروالۍ کې د کار کولو لپاره راروسوي ترڅو د کار مسوول یې په اړونده سیمه کې د دندې لارښوونه ورته وکړي.

شریفه وایي: «سهار له لمانځه وروسته له کوره وځم او دلته ځان رارسوم؛ که څه هم سهار هوا ډېره سړه وي؛ خو هر څو چې ژر راورسېږم، ژر خپل کار پایته رسوم.»

هغه په داسې حال کې چې د روضې مبارکې د شاوخوا سړک پر پاکولو بوخته ده، زیاتوي چې خاوند یې ناروغ دی او د کورنۍ سرپرستي د دې پرغاړه ده. له سړې وهلې څېرې یې له بېوزلۍ ډک او ستونزمن ژوند حس کېږي.

هغه په داسې حال کې چې خپل یخ وهلي لاس د خولې په بخار ګرموي، په اوښلنو سترګو وایي: «مخکې مې په یوه دفتر کې د اشپزې په توګه کار کاوه. کله چې حکومت بدل شو، زموږ دفتر وتړل شو او اوس چې د ښځو لپاره کار کول منع دي، دا یوازینۍ کار دی چې تراوسه یې مخه نه ده نیولې. هره ورخ ۴ ساعته کار کوم او نږدې ۵۰۰ افغانۍ راکوي.»

شریفه شپږ اولادونه لري او مشر زوی یې ۱۳ کلن دی او کله کله هغه هم له ځان سره د مرستې لپاره راولي.

د بلخ پوهنتون یوه استاده او د ښځو حقونو فعاله په دې باور ده چې اوسمهال د ښځو ترټولو لویه ستونزه ناامني ده.

د ښځو حقونو دغه فعاله زیاتوي: «ډېری ښځې چې اوسمهال په ښاروالۍ کې کار کوي، هغه ښځې دي چې لوړې زده‌کړې یې کړې دي؛ خو له ناچارۍ یې دغه کار ته مخه کړې ده. که ښځو ته اجازه ورنه‌کړل شي چې بېرته خپلو دندو ته وګرځي، وزګارتیا به اوج ته ورسېږي او کورنۍ به له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان شي.»

صدیقه یوه بله ښځه ده چې د مزارشریف په ښاروالۍ کې د صفاکارې په توګه کار کوي.

د صدیقې خاوند په مخکیني حکومت کې سرتېری و او د طالبانو له راتګ سره ایران ته تښتېدلی او وروسته له هغې یې په اړه هېڅ معلومات نشته.

نوموړې اوس خپلو اولادونو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره دغه کار ته مخه کړې ده. هغه وایي: «کله چې حکومت سقوط وکړ، خاوند مې د دې له وېرې چې طالبان به یې ووژني، ایرن ته وتښتېد؛ خو له هغه هېڅ خبر نه لرو چې ژوند دی که مړ. اوس زه او ماشومان مې یوازې پاتې یو.»

هغه او اولادونه یې اوس د خپل خاوند د پلار له کورنۍ سره ژوند کوي. صدیقه زیاتوي: «هغوی بوډاګان دي او زه اړ یم د هغوی د ژوند اړتیاوې هم برابرې کړم.»

دغه ښځې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه پیداکوونکې دي د طالبانو له سرپرستې ادارې غواړي چې ښځو ته د مناسب او سم کار زمینه برابره کړي او اجازه ورکړي، چې د کورنیو د نارینه‌وو ترڅنګ کار وکړي.

د طالبانو له خوا په دفترونو کې د ښځو د کار له مخنیوي سره د مزارشریف په ښاروالۍ کې کارګرې ښځې کم شمېر مېرمنې دي چې توانېدلې د نارینه‌وو ترڅنګ په ښاروالۍ کې کار وکړي او تر اوسه د طالبانو له خوا د هغوی د کار د ممنوعیت په اړه کوم امر نه دی شوی.