افغانستان

۵۲۴ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شول

پاکستان ۵۲۴ افغانان چې ددغه هېواد په زندانونو کې بندیان وو، نن شنبې د مرغومي په اوولسمه خوشي کړل.

په پاکستان کې د طالبانو د سفارت مسوولینو ویلي چې په دغو بندیانو کې ۵۴ ښځې او ۹۷ ماشومان شامل وو چې نن خوشي شول.

همداراز ویل شوي چې د فاریاب ولایت د یوه اوسېدونکي مړی چې د پاکستان په زندان کې بندي دي هغه هم افغانستان ته لېږل شوی دی.

د پاکستاني پولیسو له ناسم چلنده د افغان کډوالو شکایت

له بلې خوا، په پاکستان کې د کډوالو استازي له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند خبره کوي.

پاکستان ته تازه ورغلې پناه غوښتونکې زهره واحدي اختري وایي چې ددې هېواد پولیس له هغو کډوالو سره چې د استوګنې سندونو وخت یې تېر شوی، ځوروي او له همدې زیات شمېر دغه کډوال نیول شوي دي.

اختري زیاتوي: «په پاکستان کې د کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. کډوال ډېری خدماتو ته له لاسرسي بې برخې دي او په وېره کې ژوند کوي. دوی د کار اجازه نه لري او کورنۍ یې په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.»

هغه له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند، د کډوالۍ د قوانینو خلاف بولي.

له بلې خوا، یو شمېر کډوال چې واک ته د طالبانو د بیا ځلې ستنېدو وروسته یې پاکستان ته پناه وړې، دې ته په اشارې سره چې د وېزو د وخت پاي ته رسېدو دوی ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې وایي، هغوی له ګڼو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي.

ذبیح الله چې د جمهوریت پرمهال یې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه، د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته، پاکستان ته کډوال شوی دی.

هغه وایي: «د استوګنې د سند وخت مې پای ته رسېدلی او زه په ناوړه وضعیت کې ژوند کوم، د کار اجازه نه لرم، پولیس موږ تعقیبوي، افغانستان ته هم نشو تلای، د کډوالو له نړیوال سازمانه غواړو چې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي او د پاکستان پر دولت فشار راوړي چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي.»

یو شمېر کډوال ادعا کوي چې دوی په پاکستان کې د کار، زده کړو او روغتیايي خدماتو په شان ټولو خدماتو ته له لاسرسي بې برخې دي.

نجیب الله ضایي چې په پاکستان کې کډوال دی او له خپلې کورنۍ سره په دغه هېواد کې ژوند کوي وایي چې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او پر کډوالو محدودیتونه هره ورځ زیاتېږي.

هغه زیاته کړه: «له ژونده بېزاره شوي یوو؛ ځکه ستونزې دومره ډېرې دي چې نه پوهېږم د کومې یوې یادونه وکړم. کله چې ناروغ شو، روغتون ته لاسرسی نه لرو، همداراز د کار اجازه هم نه لرو، که هلته په افغانستان کې وژل شوي وای، دلته به هم له لوږې ومرو.»

دا په داسې حال کې دي چې له افغان پناه غوښتونکو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلند د ننه په هېواد او بهر کې له توندو نیوکو سره مخ شوی دی.