ښځې

له محرم پرته د سفر مخینوی تحصیلي بورسونو ته د نجونو د لاسرسي په وړاندې خنډ

په کابل کې یو شمېر نجونې محصلینې وایي، که څه هم د نړۍ د هېوادونو له خوا د سلګونه تحصیلي بورسونو له اعلانه خوشحاله دي؛ خو د ښځو د سفر په اړه د طالبانو له خوا د محدودیتونو په لګولو سره، دغو تحصیلي بورسونو ته لاسرسی ناشونی شوی دی.

په اوسنیو شرایطو کې بورسونو ته تلل ناشوني دي

هلال سهاک ۲۲ کلنه ده او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصله ده. نوموړې وایي: «زه ډېره خوشحاله یم چې بېلابېلو هېوادونو زما او نورو افغان نجونو لپاره د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې؛ خو په اوسنیو شرایطو کې تحصیلي بورسونو ته تلل ناشوني دي؛ ځکه په لومړي ګام کې پاسپورت ته اړتیا لرم چې ترلاسه کول یې یو خوب شوی.»

هغې زیاته کړه چې، دوهمه ستونزه له هېواده د وتلو لپاره د محرم لرل دي؛ ځکه طالبانو په همدې پلمه ټولې ښځې یرغمل کړې دي. نوموړې زیاته کړه، دغو بورسونو ته د تلو لپاره یې اقدام کړی؛ خو له بده مرغه طالبانو ښځې خپلو لومړنیو حقونو ته له لاسرسي بې برخې کړې او د محرم له لرلو پرته، د کابل له هوايي ډګره د سفر اجازه نه ورکوي.

سهاک ټینګار وکړ: «موږ افغان نجونې په یوازې له هېواده د وتلو اجازه نه لرو، موږ نه شو کولای د تجربې د ترلاسه کولو لپاره کار وکړو؛ ځکه په بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو ګمارل منع شوي دي.»

له هغې وروسته چې طالبانو د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو حضور منع اعلان کړ، د ایران، امریکا، قطر په هېوادونو او په ټوله نړۍ کې ۱۸ پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه تحصیلي بورسونه اعلان کړل. یو شمېر دا تحصیلي بورسونه د امریکا، قطر او متحده عربي اماراتو له خوا اعلان شوي دي.

د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، په دې اړه وايي: «د هغو قوانینو پربنسټ چې طالبانو لګولي، نجونې په یوازې او له محرم پرته نه شي کولاي، له یوه ولایته بل ته سفر وکړي، دا خو لاپرېږده چې له هېواده بهر ته ولاړې شي. په دې شرایطو کې نجونې هیله مندي نه لري چې د زده کړو د دوام لپاره له هېواده بهر ته ولاړې شي.»

څه موده مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو پر تړلو د نیوکو په ځواب کې وویل چې نجونو محصلینو د اسلامي حجاب معیارونه نه رعایتول او له نارینه محرم پرته درسي ټولګیو ته تلې او له نارینه محصلینو سره په یوه ټولګي کې کیناستل او همداراز له محرم پرته نجونو له یوه ولایته بل ته سفر کاوه.

د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، خصوصي او دولتی لیلیې هم د دغو محصلینو پرمخ وتړل شوې.

په پوهنتونونو کې د نجونو محصلینو د مخنیوي په اړه د طالبانو پرېکړه د ننه په هېواد او بهر کې له سختو نیوکو سره مخ شوه او د ملګروملتونو سازمان چارواکو او یو شمېر هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل، پوهنتونونو او کار ته د نجونو او ښځو پر تلو مخنیوی او همداراز پارکونو، سپورتي کلپونو، حمامونو او نورو عمومي ځایونو ته د ښځو پر ورتلو د محدودیتونو لګول هغه موارد دي چې د طالبانو له خوا عملي شوي دي.