سوداګري

د کم کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه بېرته ایران ته ولېږل شول

د طالبانو د ستندرد ملي ادارې ۲۶ د کم کیفیته تېلو ټانکرونه بېرته ایران ته ورستانه کړل.

په نیمروز کې د طالبانو ځایي مسوولین ایران ته د کم کیفیته تېلو د ۲۶ ټانکرونو د ورلېږلو خبر ورکړ.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله الهام د ستندرد د ملي ادارې له قوله ویلي، د کم کیفیته تېلو ۲۶ ټانکرونه چې له ایرانه نیمروز ته رارسېدلي وو، بیرته دغه هېواد ته ولېږل شول.

هغه زیاته کړې چې دا تېل د ستندرد له معیارونو سره برابر نه دي او له همدې امله بېرته دغه هېواد ته ولېږل شول.

د نوموړي په وینا، د نورم او ستندرد د ملي ادارې مسلکي کارکوونکو د تېلو له لابراتواري آزموینې وروسته دا ټانکرونه بېرته ورستانه کړي دي.

د ستندرد ملي ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي: «د کم کیفیته او غیرمعیاري تېلو د واردېدو د مخنیوي په خاطر یې عملي ګامونه پورته کړي او ددغې ادارې مسوولین د تېلو له واردوونکو غواړي چې بې کیفیته او غیرمعیاري مواد هېواد ته وارد نه کړي، پرته له هغې به له قانوني چلند سره مخ شي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ هم د کم کیفیته او غیرمعیاري تېلو اووه ټانکرونه له نیمروز څخه بېرته ایران ته لېږل شوي دي.