روغتیا

د کونړ یوه نجلۍ چې له جراحي عملیات وروسته هلک شو

۱۴ کلنه نازو د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وه، هغې کلونه د ښځو جامې اغوستې خو څه وخت وروسته يې د نارینه خویونه زیات شول. نوموړې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کونړ په ولایتي روغتون کې جراحي عملیات او هلک شو چې نیاز محمد نوم پرې کېښودل شو.

پخوانۍ نازو او اوسنی نیاز محمد په یوه بې وزله کورنۍ کې زېږېدلې اووه خویندې او دوه وروڼه لري.

هغه د ناړۍ ولسوالۍ په چیره ګل سیمه کې اوسېده او کورنۍ یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د نیاز محمد پلار حیات الله د هغه د پخواني او اوسني حالت په اړه وايي، له دې امله چې مشرانې یې لوڼې او کشران زامن وو، خو دغې لور یې له پخوا راهیسې د نارینه وو خویونه او تر ډېره د نارینه وو کارونه کول.

نوموړی زیاتوی: «د تېرو شلو ورځو راهیسي پر نیازمحمد ډول ډول دردونه راتلل، موږ فکر کاوه چې اپنډکس ناروغي لري، خو کله مو چې د اسداباد ولایتي روغتون ته ولېږداوه له څلور ساعته جراحي عملیات وروسته د هغه د نارینه کېدو زېری راباندې وشو.»

له بلې خوا، د کونړ د ولایتي روغتون د جراحي څانګې مسوول د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط امو ټلویزیون ته وویل: «دغه عملیات ډېر حساس و او له نېکه مرغه مثبته پایلې یې ورکړه.»

نوموړی زیاتوي، ناروغ اوس هم له دوی سره بستر دی او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

پخوانۍ نازو او اوسنی نیاز محمد وايي، خوښ دی چې د نجونو له ډلې بهر او نارینه شو.

هغه زیاتوي: «کله چې روغ شوم غواړم واده وکړم، کورنۍ جوړه او ښه ژوند ولرم.»  

نوموړی زیاتوي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او غواړي چې کار وکړي او له خپلې کورنۍ سره د اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

دا په کونړ کې دوهمه دا ډول پېښه ده. له دې مخکې ددې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې هم یوه ۲۰ کلنه نجلۍ له جراحي عملیات وروسته په نارینه بدله او واده یې وکړ.