ښځې

د حمیرا کیسه؛ هغه مېرمن چې د طالبانو په نوي حکم سره وزګاره شوې ده

آشپزي، د حمیرا لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو یوازینۍ هیله ده؛ طالبانو ددغې مېرمنې هیلې ترې اخیستې دي.

حمیرا ۳۵ کلنه ده او اته کاله کېږي چې د خپلو بچیانو لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ په پيدا کولو بوخته ده. هغه وايي، اته کاله کېږي چې خاوند یې په نشه يي توکو روږدی دی. نوموړې او بچیان یې د خپلوانو په یوه کرایي خونه کې اوسېږي. حمیرا وايي، له هغې وروسته چې خاوند یې په نشه یي توکو روږدی شو، خپلو بچیانو ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره کار کوي او اته کاله په کار بوخته ده او د آشپزې او صفاکارې په توګه په بېلابېلو موسسو کې کار کوي.

دغه ښځه وايي چې په موسسو کې د ښځو د کار کولو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې هغه اندېښمنه کړې ده.

هغه له ډېرې مودې راهیسې په یوه موسسه کې د آشپزۍ له لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ اړتیاوې برابروي.

حمیرا وايي: «د کور سرپرست نه لرم او شپږ بچیان لرم، د اړتیاوو بل برابروونکی نه لرم. که زه کار وکړم ښه دي که نه ډوډۍ نه لرم. خاوند مې په نشه روږدی دی او اته کاله کېږي چې ترې خبر نه لرم. د کورنۍ اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی. د ژمي سخته یخني ده؛ خو تراوسه نه یم بریالۍ شوې چې سون توکي برابر کړم. تېر ژمی مو همداسې په سړه هوا کې تېر کړ، ښځې دندې ته نه ځي، که زه ونه شم کولای دندې ته ولاړ شم، کورنۍ ته به مې څوک ډوډۍ ورکوي؟»

دغه ښځه چې د کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري، زیاتوي چې پنځه ورځې کېږي، د یوې موسسې له خوا چې کار یې ورسره کړی ورته ویل شوي چې دندې ته حاضره نه شي؛ ځکه طالبانو ورته ویلي، ښځینه کارکوونکې باید دندې ته حاضرې نه شي.

حمیرا وايي چې ددې خبر په اورېدو سخته خواشینې شوم او ټوله ورځ مې ژړلي دي. هغه د طالبانو له ادارې غواړي چې ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي؛ ځکه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړې ټینګار وکړ: «زه له طالبانو غواړم چې راشي او زما د ژوندانه وضعیت وګوري. که ما د خوړو لپاره څه لرلی، په هغه صورت کې اجازه لري چې ما له دندې منع کړي. یوازې همدا دنده ده چې په پیسو سره یې چې ترې اخلم یې، د خپل ژوندانه لګښت پرې پوره کړم.»

حمیرا وايي که طالبان د هغې مصارف ورکوي او په کور کې ورته معاش ورکوي، هېڅ ستونزه نه لري او کولای شي دندې ته ولاړه نه شي او په کور کېني.

نوموړې له طالبانو غواړي چې د ښځو به حق کې ظلم ونه کړي او هغه ښځې چې د نوموړې په شان اقتصادي ستونزې لري، د کار اجازه ورکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ټولو ملي او نړیوالو نادولتي سازمانونو ته حکم وکړ چې ښځو ته په خپلو ادارو کې د کار اجازه ورنه کړي.

د اسلامي حجاب د مقرراتو نه رعایتول، د طالبانو د دې پرېکړې لامل اعلان شوی دی.