سوداګري

د هلمند د جوارو سږني حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي دي

د هېواد په سوېل کې پروت هلمند چې د نړۍ په کچه د نشه يې توکو په ځانګړي ډول تریاکو د توليد اصلي مرکز بلل کېږي، کروندګر يې وایي نور کښتونه یې اړتیاوې او لګښت نه شي پوره کولای.

په دغه ولایت کې دا مهال د جوارو د حاصل د ټولولو وخت دی.

ددې ولایت کروندګر وايي، سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله حاصلات کم دي، چې لامل یې نباتي افتونه او وچکالي ده.

د هلمند یو کروندګر عبدالغني وایي چې په هېڅ ډول يې جوار او نور کښتونه پر ځمکو کړي لګښتونه نشي پوره کولای.

نوموړی زیاتوي، که دولت (د طالبانو اداره) ورسره بنسټيزې مرستې ونه کړي، بيا به کروندګر اړ شي چې د نشه یې توکو کرکېلې ته مخه کړي.

دغه کروندګر وايي: «مخکي د جوارو يو جريب دوه خرواره حاصل کاوه، خو اوس اويا منه حاصلات ترې ترلاسه کوو، چي لامل يې وچکالي او کرنيز افتونه دي. موږ له دولت (طالبانو ادارې) غواړو، چې زموږ د اقتصاد د ښه والي لپاره راسره مرستې وکړي.»

د وفادار او ګل محمد په نومونو د هلمند دوه نور کروندګر دې ته ورته اندېښنه لري.

دوی وایي، د نشه یې توکو د کښت په پرتله يې جوار او نور کرنیز توکي پر ځمکو کړی نه شي پوره کولای.

ګل محمد وایي: «د تېر کال په پرتله هلمند کې د جوارو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي دي.»

بل خوا بیا د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست د طالبانو د ترويج مدير نصرالله نادري وايي، تېر کال پر ۳۱ زره هکټاره ځمکه جوار کرل شوي وو خو سږ کال پر  څه باندي ۸۸ زره هکټاره ځمکه د جوارو شوي دي.

نوموړی ژمنه کوي، چې د هلمند له کروندګرو سره به مرستې وشي.

هغه زیاتوي: «موږ په اوسني وخت کې له هغو کرندګرو سره چې جوار او نور خوراکي توکي یې کرلي مرسته کوو او ویلای شو، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د جوارو کرکېله زیاته شوې ده.»

د هلمند کروندګر په دغه ولایت کې داسي مهال د جوارو د کمو حاصلاتو او پراخې کرکیلي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې سږکال کروندګر د پنبې حاصلاتو له کمښته شکایت درلود.