د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د لیک په استولو سره اعلان وکړ چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه، تر بلې خبرتیا ځنډول شوې ده.
په دغه لیک کې راغلي چې د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو د کابینې د مصوبې له مخې شوې او د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم هم هغه لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالدین هاشمي دا مطلب تایید کړی دی.
له بلې خوا، محصلینې د دوی پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه اندېښنه لري.
موږ ټولو دومره وژړل لکه څوک چې مړه وي
د هرات پوهنتون د څلورم کال محصله وحیده چې پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړ شوې، په ناهیلۍ سره، د هرات پوهنتون د دروازې ترڅنګ ولاړه ده.
هغه وایي: «د شپې چې دا اعلان خپور شو، برېښنا نه وه، له هغې وروسته چې برېښنا راغله، ګروپ کې مو ټولګي والو نجونو پيغام لیکلی و، ما فکر وکړ چې ښایي نمرې اعلان شوې وي او بل سمستر ته بریالۍ شوې وم؛ خو کله چې ګروپ ته داخله شوم، د خپلو ټولګيوالو د ژړا او ناهیلۍ انځورونه مې ولیدل او همداراز موږ په ټولنیزو رسنو کې د پوهنتونونو د تړلو خبرونه. هماغه شېبه مې سخت وژړل او ته به ویل چې نړۍ راباندې چپه شوه.»
وحیده چې اوس ناهیلې شوې زیاتوي: «کله مې چې د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه کورنۍ ته وویل، ټولو راسره وژړل تا به ویل چې په کور کې مو څوک مړه شوي دي.»
هغې زیاته کړه: «پلار مې وویل، زه نور څوک نه لرم او یوازینۍ هیله مې ته وې؛ ځکه زما د کوچنۍ خور پرمخ ښوونځی تړلی دی؛ خو اوس یې ستا پرمخ هم د پوهې دروازه وتړله او زه نوره هېڅ هیله نه لرم.»
وحیدې غوښتل له فراغت وروسته، د کار په پیدا کولو، د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي ترڅو په دې برخه کې له پلار سره مرسته وکړي. اوس نوموړې وايي چې طالبانو په خپلې دې پرېکړې سره د هغې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
د خپلې لور په اړه اندېښمنه یم
د هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د درېیم کال محصله نرګس جمشېدي هم د وحیدې په شان د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو له امله اندېښمنه ده هغه وايي: «ددې خبر په اورېدو خواشینې شوم، په ذهن کې مې هیلې وې. هرڅه یې چې وویل لکه د حجاب رعایتول او د ټولګيو بېلول دا هر څه مو وکړل، خو سره له دې اجازه نه راکوي. ولې؟ په دې کار سره نه پوهېږم دوي د څه شي ثابتول غواړي. هیله کوم زموږ پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
د یوې محصلې مور فاطمه وايي: «زما د لور د پوهنتون وروستی کال و او غوښتل یې فارغه شي چې پوهنتونونه وتړل شول. واقعا چې ډېره خواشینې شوم، نن مې لور له خپلو ټولګي والو سره پوهنتون ته ولاړه ترڅو خپل مونوګراف جوړ کړي؛ خو دروازه تړلې وه او دوی اجازه یې ورنه کړه چې پوهنتون ته ننوځي. دا زما لپاره ډېره د اندېښنې وړ وه؛ ځکه کله چې مې لور کور ته راغله، ډېر یې ژړل او ما هم ورسره وژړل.»
د طالبانو دا کار دیني او قانوني توجیه نه لري
د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړل، له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي او ټول د طالبانو دا عمل غندي او په دې اړه د بیا غور کولو غوښتنه کوي.
د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د طالبانو ددې پرېکړې په غبرګون کې له خپلو دندو استعفی وکړه او همداراز د ځینو پوهنتونونو محصلینو د اعتراض په توګه ویلي چې ددې بهیر په دوام به دوی هم پوهنتون ته ولاړ نه شي.
د مدني ټولنې غړی محمد صدیق په دې اړه وايي: «له زده کړو د نجونو منع کول، هېڅ دیني او قانوني توجیه نه لري او واکمنه ډله له اسلام او دین څخه، د افغانانو په وړاندې د ابزار په توګه کار اخلي.»
هغه زیاته کړه: «طالبان په سیاسي لوبو سره، تل د افغانستان د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي او په بېلابېلو پلمو یې تراوسه د نجونو پرمخ ښوونځي نه دي پرانیستي، اوس یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې چې دا په خپله یوه سیاسي لوبه ده.»
نوموړي ټینګار وکړ چې طالبان خپلواک نه دي او ترهغه چې بېلابېل سازمانونه او د بشري حقونو او ښوونیز بنسټونه پر دغې ډلې فشار رانه وړي، دوی به خپلو کړنو ته دوام ورکړي چې دا د ټولو په زیان دي.
د نجونو پر مخ پوهنتونونه له هغې وروسته تړل کېږي چې څه موده مخکې په ټول هېواد کې زرګونه نجونو په کانکور آزموینه کې ګډون وکړ او ډېری یې د راتلونکي لپاره لوړې هیلې لرلې.