کډوالي

ټرمپ: له افغانستانه د امریکا وتل «رښتیا هم یوه رسوایي» وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا د جو بایډن د حکومت پر پالیسیو نیوکه کړې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه یې یوه «واقعي رسوایي» بللې ده.

ټرمپ په یوه تازه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دا زموږ د هېواد په تاریخ کې له تر ټولو شرموونکو پېښو څخه یوه وه. زموږ د وتلو طریقه رښتیا هم یوه رسوایي وه.»

د امریکا ولسمشر همداراز د هغو افغانانو په اړه، چې له امریکایي ځواکونو سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې او اوس د لنډمهالي خوندیتوب حالت تر شرایطو لاندې د امریکا په خاوره کې ژوند کوي، څرګنده کړې: «د دوی د بیرته استولو په اړه خبرې شوې دي. موږ پوهېږو چې څوک ښه خلک دي، او څوک ښايي چندان مناسب نه وي. ځینې هغه کسان چې راغلي، چندان ښه نه وو، او موږ به له دوی سره حساب کتاب وکړو.»

که څه هم ټترمپ دا خبره په واضحه توګه ونه کړه، خو زیاته یې کړه: «له هغو کسانو سره چې کارونه ورته سپارل شوي وو او هغوی یې ترسره کړي، ظلم وشو. دا څه چې پېښ شول، شرموونکي وو.»

خو هغه د امریکا له‌خوا د خپلو جنګي متحدینو په وړاندې د تعهد په اړه د یوې بلې پوښتنې له ځواب ویلو ډډه وکړه. ترمپ یوازې دومره وویل: «زه ستاسې د پوښتنې مانا ښه درک کوم، موږ به د هغې نژدې ۹۰ سلنه برخه وڅېړو. سمه ده، زه پوهېږم څه وایاست. ډېره مننه.»

له دې سره هم‌مهاله، د امریکا د استازو جرګې او سنا مجلس دوو غړو د ترمپ د هغو پالیسیو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی، چې د لنډمهاله محافظتي وضعیت لاندې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو هڅې کوي، او همداراز، د امریکا د جنګي متحدینو پر وړاندې د ژمنو ماتې ته نیوکه کړې.

جېسن کرو، د استازو جرګې غړي او د امریکا د پوځ پخواني سرتېري چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې، ویلي: «د امریکا کانګرس د هغو افغان پناه‌غوښتونکو ترڅنګ ولاړ دی، چې زموږ متحدین وو، او موږ به د هغوی لپاره مبارزه ته دوام ورکړو. که دا زړور افغانان چې زموږ ترڅنګ یې جنګ وکړ او خدمت یې وکړ، نه وای، ښايي زه نن دلته نه ومږ»

کرو ټینګار وکړ چې د امریکا له‌خوا د دغو افغان متحدینو پر وړاندې د ژمنو ماتول نه یوازې یوه “اخلاقي سپکاوی” دی، بلکې د امریکا اعتبار ته هم سخت زیان رسوي.

له بلې خوا، د امریکا د سنا مجلس د بودجې کمېټې مشر او د کلیفورنیا سناتور سکاټ وینر ویلي، د ترمپ له‌خوا د افغان پناه‌غوښتونکو او هغو کسانو ایستل چې د موقتي محافظتي حالت لاندې ژوند کوي، “ناقانونه او کرکجن” عمل دی.