اسوشیېټېد پرېس په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې یو شمېر ښځې د سیلانیانو د لارښوونکو په توګه دنده ترسره کوي او له ښځینه سیلانیانو سره ملتیا کوي.
دوی د موزیمونو او تاریخي ځایونو د لیدو پر مهال د ژباړونکو په توګه هم عمل کوي.
په راپور کې راغلي چې تازه، له ملي موزیم څخه د لیدنې کوونکو بهرنیو میلمانو یوه ډله یوازې له ښځو جوړه وه، او د دوی لارښوده هم یوه ښځه وه. دا ښځه د افغانستان له هغو لومړنیو ښځینه لارښودانو څخه ده چې په داسې هېواد کې دا دنده ترسره کوي، چې طالبان پکې پر نجونو او ښځو د نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لګوي.
سمیه منیري چې ۲۴ کلنه ده او له بهرنیو ښځینه سیلانیانو سره د لارښودې په توګه کار کوي، په پیل کې یې نه پوهېده چې «د ټوریسټ لارښود» یوه مسلکي دنده ده، یا حتی داسې یو مفهوم شته. خو دا نظر یې تصادفاً هغه مهال وموند، چې د انګلیسي ژبې د مهارتونو د ښه کولو لپاره یې انټرنټ کې پلټنه کوله. هغې د کوچسرفینګ اپلېکېشن سره اشنا شوه، چې پکې مسافرین له ځایي خلکو سره اړیکه نیسي او د دوی په کورونو کې پاتې کېږي.
آغلې منیري ایسوشیېټېد پرېس ته ویلي: «کله مې چې یو مسافره مېلمه کړه، نو دا کار راته ډېر زړهراښکونکی شو. راته ډېر جالب و، ځکه مخکې مې هېڅ کله د داسې څه په اړه نه وو اورېدلي. نو له ځانه سره مې وویل، ولې دا کار ونه کړم؟»
راپور زیاتوي چې کله هغې خپل لومړی سیلانی د افغانستان لوېدیځ کې خپل پلرني ټاټوبي ته بوت، نو د خپل هېواد یو نوی اړخ یې وموند. خو وايي چې افغانستان ور ته تر دې ډېر ژور او نازک ښکاري. که څه هم، بې له شکه ستونزې شته، خو دا هېواد یوه بله خوا هم لري چې هم پېچلې ده او هم ښایسته. د منیري مینه له خپلې خاورې سره ژوره ده او غواړي چې دا مینه له نورو سره شریکه کړي. هیله لري چې خلک به په تدریجي ډول د افغانستان په اړه خپل نظر بدل کړي.
منیري په خپله پُر احساسه انګلیسي کې وایي: «هر ځل چې… هغه طبیعت، هغه ښکلاوې، او هغه مثبتې څېرې مې لیدلې، زما لیدلوری به بدل شو. او دا، بې له شکه، د نورو خلکو لپاره هم بدلون راوستلی شي.»
