کډوالي

ایران په یوه ورځ کې نږدې ۱۰زره افغان کډوال ایستلي

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسیون وایي، چې د تیرې ورځې (چهارشنبې، د زمري ۸مه) په ترڅ کې ۹ زره او ۷۲۰ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

د دې کمېسیون په وینا، یاد کډوال د افغانستان له اسلام‌کلا او ورېښمو پل سرحدي دروازو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

همداراز، پاکستان هم په همدې ورځ ۵۰۷ افغان کډوال په زوره او یا هم په خپله خوښه بېرته افغانستان ته استولي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د کالیزې راپور ورکولو غونډه کې) وویل، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

دوی زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې یې له ملي او نړیوالو ادارو سره ۱۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي، چې له مخې یې له راستنېدونکو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو سره د اقتصادي ملاتړ لپاره له ۷۸ میلیونه ډالرو څخه زیات مالي مرسته جذب شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې یو شمېر له ایرانه راستانه شوي کډوال شکایت لري، چې تراوسه ورته هېڅ مرسته نه ده شوې او همداراز له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.