پخواني ولسمشر، حامد کرزي د یوې روسي رسنۍ «آرټيويآی» سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې د افغان ښځو او نجونو زده کړې بېرته پیل شي او ویلي یې دي، چې د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم مساله د افغانانو د هوساینې پر وړاندې خنډ دي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو ډېری مشران د انجونو له تعلیم سره موافق دي او په دې برخه کې پرمختګ ته هیلهمن دی.
ښاغلي کرزي ویلي دي: «د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم ډېره مهمه موضوع ده. دا موضوع د نړیوالې رسمیت پېژندنې او د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره جدي خنډ دی. د طالبانو اکثریت قاطع مشران له دې موضوع سره موافق دي. زه ډېر هیلهمن یم چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.»
حامد کرزي ویلي، کله چې طالبان واک ته ورسېدل، هغه تمه لرله چې چین، روسیه، هند او ایران به د لویدیځ تشه ډکه کړي، خو دا کار ونه شو. د هغه په وینا، په سیمه کې د افغانستان لپاره کومه ګډه تګلاره جوړه نه شوه.
هغه زیاته کړې: «د امریکا له وتلو او د اوسني افغانستان د حکومت له جوړېدو سره، موږ له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېره تمه درلوده چې دوی سره یو ځای شي او هغه تشه ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته رامنځته شوې وه. خو داسې ونه شول. په سیمه کې د افغانستان لپاره هېڅ ګډه تګلاره جوړه نه شوه.»
پخواني ولسمشر ویلي چې د جمهوري نظام پر مهال یې طالبان وروڼه بلل، او اوس هم د طالبانو مخالفین وروڼه بولي او هیله لري چې دوی او طالبان سره یو ځای شي.
حامد کرزي همداراز دا تایید کړې چې د طالبانو پرېکړو د هغه ځینې بهرني سفرونه ځنډوي.
هغه ویلي: «وروسته له دې، د طالبانو مشرتابه زما د بهرني سفر اجازه ورکړه. په دې اړه مې غونډه هم لرله. زه په بند کې نه یم. کولای شم بهر لاړ شم او بېرته راشم. کله کله زما بهرني سفرونه ځنډېږي تر څو طالبان پرې تصمیم ونیسي. دا بهیر یو څه وخت نیسي، خو بالاخره ترسره کېږي.»
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې حامد کرزي د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ایټالیا په پایتخت، روم کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره لیدلي او خبرې اترې یې کړې دي.