د ارزګان د مرکز ترينکوټ په سپورتي لوبغالي کې نن د دغه ولايت د محاکمو له لوري ٢٣ تنه د غلا، زنا او لواطت په جرم په دُرو وهل ووهل شول.
د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور ریس آغا ولي قریشي وايي، نن د ارزګان د محکمو له لوري د ٢٣ مجرمینو له ډلي پر شلو نارينه وو شرعي حکم (دُرو وهل) جاري شو او د درېيو مېرمنو سزا کول تر امر ثاني پورې وځنډېده.
قریشي وايي، دا کسان د ارزګان د ولايتي محکمو له لوري د غلا، زنا او لواطت په جرمونو تورن پېژندل شوي وو.
نوموړی زیاتوي: «د ارزګان په مرکز کې نن شلو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه، درې مېرمني چې مجرمې وې سزا يې د محکمي له لوري تر بل امر پورې وځنډول شوه.»
طالبانو دغه کسان د ددې ولایت د سلګونه اوسېدونکو په مخکې د ترينکوټ په ورزشي لوبغالي کې په دُرو ووهل. يوه سرچينه وايي، طالبانو ټول ٢٣ تنه په دُرو ووهل.
سرچينه زیاتوي، طالبانو مېرمنې له نارينه وو مخکي په پټه په دُرو وهلې، چې وروسته يې وويل، د مېرمنو سزا ځنډول شوې ده.
له دې يوه ورځ مخکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هم د یوې مېرمنې په ګډون يوولس تنه د طالبانو له لوري په دُرو ووهل شول.
په ارزګان کې په دُرو د وهل شوي يوه کس د کورنۍ غړی خان محمد وايي نه پوهېږي طالبانو څنګه د ده ورور ته د غلا سزا ورکړې په داسي حال کې چې، دوی هېڅ اقتصادي ستونزه نه لري.
نوموړی وايي چې ورور يې له دُرو وهلو وروسته زنداني شوی دی.
هغه زیاتوي: «زه تر اوسه نه پوهېږم، چې زما ورور چېرې غلا کړې، شواهد کوم دي، دغه شواهد ولې له موږ سره نه دي شريک شوي، بايد په شرعي حدودو کې قومي، شخصي او توکمیزې تربګنۍ ونه پالل شي.»
موږ هڅه وکړه په درو د وهل شویو يو شمېر نورو کسانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره هم خبري وکړو، خو د طالبانو له وېرې خبرو ته حاضر نه شول.
په سويلي زون کې پخوانی ملکي او پوځي څارنوال محمد هاشم وايي: «بايد د نیول کېدو له ځایه نیولې تر څارنوالۍ، ابتدايه، مرافعه او تميز محکمو پورې ټول پړاوونه مراعت شي او جوته شي چې کس تورن دی که مجرم دلته د مجرم او تورن ترمنځ توپير ګران دی.»
هاشم خان وويل,بايد شريعي حدود د اسلام د الهي قانون له مخي د وضعي قانون, چې د الهي احکامو له مخي جوړ شوی عملي شي.
نوموړي زیاته کړه، بايد شرعي حدود د الهي قانون پر بنسټ او د وضعي قانون له مخې چې د الهی احکامو په پیروی جوړ شوی عملي شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي سلګونه کسان، چې مېرمنې هم پکې دي د خلکو په مخکې په دُرو وهل شوي دي.