ښځې

د ننګرهار پوهنتون محصلینو د نجونو په ننګه د آزموینې صحنه پرېښوده

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وروستۍ پرېکړې د ننه په هېواد او بهر کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

دغه وزارت له ښوونځیو وروسته په تازه پرېکړه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې، چې دا خبر د افغان محصلینو لپاره خواشینوونکی و.

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلین وایي، نن چهارشنبه سهار یې وروسته له هغې د نجونو په ننګه او ملاتړ د آزموینې صحنه پرېښوده، چې طالبانو نجونې له آزموینې وایستلې.

دوی په یوه لاریون کې پر طالبانو غږ وکړ، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړي.

لاریون کوونکو په لاسونو کې «یا ټول او یا نه» شعارونه له ځان سره لېږدول او د ازموینې له صحنې ووتل، دوی طالبانو ته خبرداری ورکړ، که نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي دوی به هېڅکله ازموینې ته حاضر نشي.

د لاریون یو ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وايي: «دا ظلم دی مطلق ظلم، دلته زموږ وروستۍ ازموینې وې پرېږدئ چې موږ خپل فراغت ونمانځو، طالبان څه غواړي که جهالت غواړي، موږ نه پرېږدو چې دا چاره پر مخ ولاړه شي، نن دلته سبا یې په هر ځای کې پر ضد درېږو.»

ښځینه محصلینې هم د لاریون ګډونوالې وې او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دوی ته د زده کړو اجازه ورکړي.

یوې ښځينه محصلې چې خپل مستعار نو ګلالۍ یاد کړ له طالبانو یې وغوښتل، چې د دوی له هیلو او ارمانو سره لوبې پرېږدي او اجازه وکړي چې د خپل فراغت جشن ونمانځي.

دې پرېکړې د ننه په هېواد او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي هم د طالبان دا اقدام غندي او غوښتنه کوي، چې دوی په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

دوی په خپلو پوستونو کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو پر افغان ولس له ظلمونو لاس واخلي.

په ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ښځینه محصلینو د دې پرېکړې په غبرګون کې اعتراضونه کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې خپله پرېکړه بدله کړي.

د بشر حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ هم د طالبانو پرېکړه  ناسم عمل بللی او ويلي دي، چې دا د نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د محدودولو د لړۍ وروستۍ پرېکړه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش بیا د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه په یوه اعلامیه کې چې ویاند یې دوجاریک خپره کړې له طالبانو غوښتي، چې د تعلیم په ټولو سطحو کې د خلکو لپاره انډول یقیني کړي.

هغه ویلي د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو له حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.

د یادونې ده، چې طالبانو له دې وړاندې په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځی هم تړلی او د څه د پاسه ۴۰۰ ورځې شوې، چې اجازه نه ورکوي له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي.