افغانستان

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو د تاجکستان او پاکستان ټینګار

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه پاکستان ته ورسېد. ښاغلي رحمان په دې سفر کې له پاکستانیو چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو په تېره بیا د سیمې هېوادونو د ګټو په اړه خبرې کړې دي.

د تاجکستان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر هوکړه کړې چې یو سوله ییز، سوکاله، متحد او باثباته افغانستان د سیمه ییزې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره مهم دی. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دغو دوو چارواکو، د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت لرل اړین وبلل.

دوی د دواړو هېوادونو او سیمې په وړاندې پر امنیتي ننګونو د برلاسي په موخه ددې موضوع د لازیاتې پياوړتیا لپاره پر خپلو دریځونو ټینګار وکړ.

دواړو لوریو د ترهګرۍ په غندلو سره د ترهګرۍ خلاف نړیووالې مبارزې په کار کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د هڅو ستاینه کړې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې یې ټینګار وکړ. دواړو لوریو د نویو ګواښونو او ترهګرو بریدو د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان لومړي وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې او په منځنۍ آسیا کې د دوی د مالي ملاتړ او د «دوشنبې بهیر» په چوکاټ کې د ملګروملتونو په کچه د نړیوالو ناستو ترسره کولو لپاره د تاجکستان جمهوریت د هڅو ستاینه وکړه.

له دې مخکې د تاجکستان لوړپوړو چارواکو د ملګروملتونو سازمان په ۷۷یمه عمومي ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه اندېښنې څرګنده کړې او وې ویل چې افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای د بدلېدو په حال کې دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي: «موږ د سیستماتیک کار شاهدان یو چې له مخې یې، د منځنۍ آسیا هېوادونو د وګړو په ګډون، جنګیالي د افغانستان شمال ته لېږدول کېږي او موخه یې زموږ پولو ته نږدې د جنجالونو لپاره د تازه زمینو برابرول دي.»

د دواړو لوریو چارواکو په دې ناسته کې د دوه اړخیز تجارت پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، دوه اړخیزه سوداګري چې په اوسني وخت کې د سیاسي اړیکو له کچې سره تناسب نه لري، د پام وړ زیاتوالی پکې راولي او دواړو مشرانو یو ځل بیا د برېښنا دCASA-1000  پروژې ژرترژره وروستي کېدل تایید کړي او هوکړه یې وکړه ددې پروژې بشپړېدل به د راتلونکې انرژۍ د دهلیزونو لپاره نوې لارې پرانیزي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ښه ګاونډیتوب، په سیمه کې د باور فضا د رامنځته کولو په موخه د منځنۍ آسیا هېوادونو هڅو ته په اشارې سره، د منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو د مشورتي ناستې د پنځمې کلیزې له لمانځلو چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۴ تر ۱۵ پورې په تاجکستان جمهوریت کې به ترسره شي، هرکلی وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر، د تاجکستان ولسمشر ته د ګوادر بندر له عملیاتي کېدو خبر ورکړ او تاجکستان ته یې وړاندیز وکړ چې د پاکستان د سمندري بندرنو له آسانتیاوو CPEC استفاده وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان بندرونه د منځني ختیځ بازارونو ته د تاجکستان په ګډون منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره تر ټولو اقتصادي او کارنده لارې برابروي.

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ د منځنۍ آسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو په نوي ډیلي کې د هند په کوربتوب د سیمې د امنیت په موخه ناسته ترسره کړه چې په دې ناسته کې د منځنۍ آسیا هېوادونو د امنیت شورا د سلاکارانو په دې ناسته کې د ترهګرۍ په امن پټنځای د افغانستان پر بدلېدو ټینګار وکړ.