ښځې

پر کاج ښوونیز مرکز د برید یوه ټپي نجلۍ فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته ولاړه

د فاطمې امیري د درملنې د لګښت په موخه د مرستو راټولولو لپاره د کمپاین له ترسره کولو وروسته، هغه نن د درملنې لپاره ترکیې ته ولاړه.

فاطمه امیري د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د داعش د برید یوه ټپي او ددې مرکز غوره زده کوونکې ده.

د هېواد یوه سندرغاړي فرهاد دریا او یوه نامتو لیکوال موسی ظفر، څه موده مخکې له فاطمې سره د همکارۍ په موخه د ولسي مرستې کمپاین پیل کړ ترڅو فاطمه بېرته روغه شي.

د کاج روزنیز مرکز پېژندل شوي استاد مختار مدبر پنجشنبې د لیندۍ په اوولسمه، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د کاج د ښوونیز مرکز یوه بله ټپي نجلۍ فاطمه امیري زموږ د ګران هنرمند فرهاد دریا او نورو دوستانو په مرسته د درملنې په موخه ترکیې ته ولاړه.»

فاطمه امیري، پر کاج ښوونیز مرکز په مرګوني برید کې سخته ټپي شوه. په دغه ترهګریز برید کې کابو ۶۰ زده کوونکي چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې او ۱۱۵ نور زده کوونکي ټپیان شول.

فاطمې امیري په ټپي سترګې او غوږ سره چې جراحي عملیات ته یې اړتیا لرله، په ماته روحیه د ۱۴۰۱ په کانکور آزموینه کې ګډون وکړ، په دې آزموینه کې ښه وځلېده او د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې ته بریالۍ شوه.

له هغې وروسته نوموړې د زیات شمېر رسنیو پام ځان ته جلب کړ او ځینو هغه الهام بښونکې وبلله.  

په تېرو ورځو کې بي بي سي فاطمه د کال د سلو اغېزناکو مېرمنو په نوملړ کې معرفي کړه.