افغانستان

د طالبانو مشر د دې ډلې د امربالمعروف وزارت د کړنو ستاینه وکړه

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې د لیندۍ په ۲۲مه پر خپله ټویټر پاڼه د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ددې ډلې مشر ملا هبت الله آخوندزاده د امربالمعروف او نهي عن المنکر له ولایتي رییسانو سره په کتنه کې د دوی له کړنو خوښي څرګنده کړې ده.

په دغه ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني هم ګډون درلود.

د طالبانو مشر د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ولایتي رییسانو ته د دندو پرمهال د صبر او زغم سپارښتنه کړې ده.

ملا هبت الله آخوند په دغه کتنه کې ویلي: «امر بالمعروف د نظام له مهمو موخو او اهدافو څخه دی چې د نظام د پایښت او استحکام لامل کېږي او ددې چارې ترسره کول د مسلمانانو مسوولیت او وجیبه ده.»

طالب مشر د دې ډلې د امربالمعروف د ولایتي ریاستونو له کړنو خوښي څرګنده کړه او د دوی د کارونو ستاینه یې وکړه.

د طالبانو ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ولایتي رییسانو په دغه کتنه کې له ملاهبت الله آخوندزاده سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل چې نوموړي یې د حل په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

څه موده مخکې وروستیو د طالبانو ډلې مشر ملاهبت الله اخوندزاده د طالبانو د ادارې له قاضیانو سره په کتنه کې هغوی ته د شرعي حدودو او قصاص د پلي کولو حکم وکړ.

د طالبانو مشر ویلي و: «دا د شریعت حکم او زما امر دی او عملي کول یې واجب دي.»

په هغه وخت کې د طالبانو د مشر دا حکم له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.

د بشري حقونویو شمېر فعالین په دې باور دي چې د طالبانو مشر نوی فرمان به له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړي چې دا ډول سزاګانې به د صحرايي محاکمو او جنایتونو بېلګې زیاتې کړي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو ادارې په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر تورنو ښځو او نارینه وو قصاص او حدودو جاري کول عملي کړي دي.