افغانستان

د سپين بولدک اوسېدونکي: پاکستاني پوځيانو مو پر کورونو بريدونو کړي دي

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پاکستان د هغوی پر کورونو توغندیز بریدونه کړي دي.

دغه اوسېدونکي وايي پاکستان باید د ښه ګاونډیتوب اصل مراعاتت کړي.

د پاکستان د تېرې ورځې په توغندیزو بریدونو کې د عبدالرازق په نوم یو کس مړ شوی او نن یې جنازه خاورو ته سپارل کېږي.

د عبدالرارق خپلوان وایي، پاکستان تل د جګړې پرمهال ملکي وګړي او په نښه کوي او توغندي توغوي.

د وژل شوي کس تره ښایسته ګل وايي: «پاکستان له موږ سره ظلم کوي او هر ځل مو په توغندیزو بریدونو په نښه کوي. دغه ځوان د پاکستاني پوځیانو په برید کې شهيد شوی دی. نړۍ دې د پاکستاني پوځ د جنایتونو مخه ونيسي.»

د دې ترڅنګ، تېره ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کې هم د عامو خلکو پر کورونو توغندلي لګېدلي، چې پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.

د همدې کلي اوسېدونکی ندا ګل وایي، پاکستان تېره ورځ له توپير پرته پر ملکي خلکو او کورونو بريدونه وکړل.

ندا ګل وایي، چې پاکستاني پوځیان باید په سپين بولدک ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر کورونو د برید په تړاو ځواب ویلو ته اړ ایستل شي.

نوموړی زیاتوي: «پاکستان ولې پر موږ بریدونه کوي؟ زموږ ګناه څه ده؟ عام خلک بې ګناه دي، موږ تېره ورځ خدای وساتلو که نه زيات تلفات به مو لرلي وای. پر کورونو مو د هاوان ګولۍ اورېدلې.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. تېره ورځ هم سپین بولدک – چمن بندر کې طالب جنګیالي او پاکستاني پوځیان سره نښتي وو.

کندهار ولایت کې طالب مسوولينو تېرې ورځې د نښتې په تړاو ویلی، چې سپين بولدک کې لومړی پاکستاني پوله ساتونکو بريد وکړ او بیا نښته پیل شوه، چې له امله يې يو طالب او يو ملکي وګړی وژل شوي او درې تنه ملکيان او لس طالبان ټپيان شوي دي.

د سپين بولدک د طالبانو د اړيکو مسوول علي محمد حقمل وايي، چې اوس سپين بولدک کې وضعیت عادي دی.

نوموړی زیاتوي: «تېره ورځ سپین بولدک بندر کې نښته وشوه، چې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته پکې زیان واوښت. اوس حالت عادي دی او پوله پرانیستې ده.»

د سرچينو د معلوماتو له مخکي سپين بولدک کې د تېرې ورځې د نښتې له امله له پولې اخوا هم شپږ تنه وژل شوی او ۱۷ نور ټپيان دي.

دا واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي سپين بولدک کې د پاکستاني پوله ساتونکو او طالبانو ترمنځ لسمه نښته ده، چې په پایله کې یې ښکېلو لوریو ته د تلفاتو ترڅنګ سوداګرو او عامو خلګو ته هم زيان رسېږي.