سوداګري

د چرګانو فارم لروونکي: د پاکستاني چرګانو واردات دې بند شي

ننګرهار کې د چرګانو فارم لروونکي او تولیدوونکي وايي، له پاکستانه واردېدونکي چرګان یې په هېواد کې بازار خراب کړی او باید مخنیوی یې وشي.

دوی وایي، د نوموړي هېواد چرګان د کورنیو تولیداتو په پرتله کمزوري او له همدې امله په ارزانه بیه پلورل کېږي.

احمد شاه چې د چرګانو تولیدي فارم لري وایي، که له پاکستانه د واردېدونکو چرګانو مخنیوی ونشي د چرګوړو روزلو صنعت به له منځه ولاړ شي.

احمدشاه زیاتوي چې دوی د کورني تولید په نامه د چرګانو د تولید برخه کې پانګونه کړې، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله له زیان سره مخ دي.

احمد شاه زیاتوي: «له پاکستانه چې کوم چرګان افغانستان ته واردېږي ډېری یې مرض وهلي وي او غوښه یې هم بې کیفته وي او همدارنګه دغه چرګان چې هېواد ته راواردېږي زموږ بازار او کارو بار یې هم خراب کړی دی.»

دوی پر یو شمېر سوداګرو نیوکه کوي، چې په لوی لاس د دوی کاروبار له خنډ سره مخ کوي.

د چرګانو فارم لرونکی ګل مولا وایي، یو شمېر سوداګر په لوی لاس هڅه کوي د دوی بازار خراب او له پاکستانه چرګان را وارد کړي او دلته یې په ارزانه وپلوري.

هغه وایي، چې دوی هڅه کوي کورني تولیدات خلکو ته بې ارزښته معرفي کړي.

بل لور ته بیا سوداګر نوراغا چې له پاکستانه چرګان واردوي دا خبرې تاییدوي، چې ګواکې دوی د کورني تولید د بدنامۍ پلان ولري.

نوموړی وايي، په کور د ننه تولید شوي چرګان د بازار تقاضا نشي پوره کولی نو دوی هم اړ دي، چې له نورو هېوادونو واردات ولري.

نوراغا زیاته کړه: «کوم چرګان چې له پاکستانه واردطږي ټول روغ دي او د ننه په هېواد کې دومره چرګان نه تولیدېږي، چې د ټولو خلکو اړتیاوې پوره کړي، نو موږ مجبور یو چې له پاکستانه چرګان وارد کړو.»

په کور د ننه د چرګانو د تولیدوونکو فارمونو خاوندانو ستونزې مو په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست سره شریکې کړې او هغوی ډاډ راکړ، چې ژر به د پاکستاني چرګانو واردات بند کړي.

د ننګرهار د کرنې په ریاست کې د مالدارۍ آمر ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وایي، د پاکستاني چرګانو وارداتو د مخنیوي په موخه په یوه ځانګړي پلان کار شوی او ژر به یې مخه ونیول شي.

نوموړی زیاتوي: «د چرګانو په برخه کې دا ستونزه له پخوا راهیسې موجودې دي هڅه کوو دغو ستونزو ته د حل لار پیدا او په هېواد کې دومره چرګان تولید کړو چې بهر ته اړتیا پيدا نشي.»

د معلوماتو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې د چورګوړو د روزنې شاوخوا درې زره فارمونه فعالیت لري، چې زرګونه کسان پکې په کار بوخت دي او تر ډېره بریده یې د هګیو او چرګانو په برخه کې د بازار اړتیا پوره کړې ده.