د غور یو شمېر معلولین نن د دغه ولایت په مرکزي چوک کې د اعتراض لپاره راټول شوي او وایي، طالب مسوولینو د هغوی معاشونه نه دي ورکړي.
د مخکیني حکومت یو پوځي ۲۸ کلن امیرداد چې د طالبانو د ځایپرځای شوي ماین له امله یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې او د څلور کسیزې کورنۍ سرپرست دی وایي، چې د طالبانو اداره او موسسې د ده او نورو معلولینو وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه لري.
امیرداد وایي: «تېرو دوو کلونو کې د طالبانو او موسسو له خوا موږ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. طالبانو هم زموږ معاشونه یوازې یو ځل راوېشلي او بیا یې نه دي راکړي. اوس چې هوا سړه ده موږ غواړو چې له معلولینو سره مرسته وشي.»
ځینې نور معلولین هم په دغه اعتراضي خوځښت کې د خپلو معاشونو پر ورکولو د ټینګار ترڅنګ له طالب مسوولینو او موسسو غواړي چې د معلولینو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
۳۲ کلن عبدالحکیم یو له معلولینو دی چې شپږ کاله مخکې یې لاس د ماین په چاودنه کې پرې شوی دی. هغه وایي: «معلولین د کار کولو وړتیا لري. که دولت (د طالبانو اداره) موږ ته کار راکړي ښه به وي. زه ۱۲ اولادونه لرم، کله چې دولت پاملرنه ونه کړي او موسسې مرسته ونه کړي او کار هم ونه لرو، څه وکړو؟ نور باید مړه شوو؟»
اخوا د غور د معلولینو ټولنې مسوول عبدالقیوم بهبودي وایي چې په دغه ولایت کې تر ۱۲ زره زیات کسان معلول دي چې طالبانو د هغوی نیمايي کلني معاشونه نه دي ورکړي او معلولین د ژمي موسم له پيل سره له سختو شرایطو سره لاس او ګرېوان دي.
ښاغلی بهبودي زیاتوي: «د معلولینو لپاره بودیجه ډېره کمه ده، له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوو چې د غور ولایت بودیجه زیاته کړي ترڅو معلولین وکولای شي په خپل وخت معاشونه ترلاسه کړي؛ ځکه معلولین هېڅ ډول عاید نه لري.»
بهبودي د دغه ولایت د طالبانو او موسسو له مسوولینو غواړي چې د کار زمینې د برابرولو ترڅنګ له معلولینو سره نورې مرستې هم وکړي.
د طالبانو سیمهییز مسوولین د معلولینو دا اعتراض پرځای بولي؛ خو وایي چې د دې ډلې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بودیجې له کمښت سره مخ دی او له همدې امله نه دي توانېدلي د معلولینو نیمایي معاشونه ورکړي.
غور ولایت کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ګل محمد متوکل وایي چې هغوی تر ۸۰۰ زیاتو ملکي او پوځي معلولینو ته معاشونه ورکړي او هڅه کوي، چې وکولای شي د نورو معلولینو معاشونه هم ورکړي.
د هغه په وینا په دې ولایت کې تر ۱۲ زرو زیات کسان معلول دي چې هغوی له دوو تر پنځو زرو افغانیو معاش ورکوي.
د غور معلولین په داسې حال کې اعتراض کوي چې تېره اونۍ هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معین د طالبانو د شهیدانو او معلولینو د کورنیو له وضعیت څخه د لیدنې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.