سوداګري

کندهار کې د پنبې د پروسس يوه لويه کارخونه فعاله شوه

د پنبې د پروسس دغه کارخونه د کندهار ښار په ختیځ شوراندام په سویل صنعتي پارک کې موقعيت لري.

پر دې توليدي فابریکې ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په اتو ساعتو کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کوي.

د کارخونې خاوند حبيب الله وايي, د پنبې د پروسس ترڅنګ به دغه فابريکه د ۱۲ ټنه مالوچو، ۱۲ ټنه غوړيو، ۶ ټنه کُنجاړې او د دوه نیم ټنه صابون د توليد ورځنۍ ظرفیت ولري.

نوموړی وايي چې په کارخونه کې یې تر ۵۰ تنو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده، خو هغه د برېښنا له کمښته شکایت لري.

ددې کارخونې خاوند وایي: «دغه فابريکه په توليدي برخه کې مهمه ده او موږ هم د توليد کيفيت ته پام کوو, خو که برېښنا نه وي فعاليت به مو ټکنی وي.»

د پنبې په دغه توليدي کارخونه کې په کار بوخت کسان هم دا ډول پانګوني د وزګارۍ په کمولو کې مهم بولي خو وايي, که دولت فابریکه لرونکو ته آسانتیاوې زیاتې کړي نور پانګه‌وال به هم د فابریکو پر جوړولو پانګونه وکړي.

ددې کارخونې یو کار کوونکی شاه محمد وایي: «موږ خوښ يو چې د کار کولو زمينه راته برابره شوې ده, خو که برېښنا او د دولت مرسته نه وي ښايي چې دا کارخونه بېرته وتړل شي او خلک دا کسان به بېرته وزګار شي.»

د کندهار په صنعتي پارک کې د پنبه دانې کارخونو لروونکي وايي چې, د فابریکو د فعال ساتلو لپاره د شخصي جنراتورونو پر مټ برېښنا برابروي.

په کندهار کې دا مهال د پنبه دانې د پروسس ۲۷ فابریکې فعالیت لري, چې ددغه ولایت د صنعت او کونونو خونې په وینا که منظمه برېښنا ورکړل شي په ورځني ډول به د تولیداتو کچه شپږ زره ټنو ته لوړه کړي.

د کندهار د کانونو او صنعت خونې مرستيال يار محمد وايي, له دولت سره پانګه والو ته د برېښنا د زياتوالي پر يو منظم مېکانيزم کار کوي, چې له مخي به يې فابريکې د سقوط له ګواښ څخه وژغول شي.

په کندهار  کې دا مهال ۲۵۰ فابریکې موجودې دي, چې یوازې ۱۲۰ فابریکې فعالیت لري او پاتې نورې د برېښنا او ملکيتونو ورکړه کې د ستونزو له امله تړل شوې دي.