ښځې

په غزني کې له ښوونځي پاتې شوې نجونې، انځور ګري زده کوي

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو په تړل کېدو سره، د غزني په نوآباد سیمه کې یو شمېر نجونو د انځورګرۍ زده کولو ته مخه کړې ده.

ددغه روزنیز مرکز مسوول علي همتا وايي، ډېری شاګردانې یې هغه نجونې دي چې پرمخ یې د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

هغه وايي چې دا نجونې، انځورګري د خپلو احساساتو د ښودلو لپاره فرصت ګڼي؛ خو طالبانو د دوی له کار سره مخالفت کړی؛ خو سره له دې نجونې د انځورګرۍ هنر د زده کولو لپاره هڅه کوي.

د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکې هما محمدي وایي چې دوه کاله کېږي، ښوونځي ته نه ده تللې او په کور کې په زده کړو بوخته ده.

هغه وایي: «دوې میاشتې کېږي چې د انځورګرۍ زده کولو ته مې مخه کړې او غواړي د انځورګرۍ هنر په زده کړې سره نړۍ ته وښیم چې افغان نجونې پياوړې دې او هېڅ کله د طالبانو حکومت (ادارې) ظلم او نابرابرۍ ته نه تسلیمېږي.»

یوه بله زده کوونکې فرشته حسیني چې په دغه روزنیز مرکز کې د انځورګرۍ هنر زده کوي وایي چې په نهم ټولګي کې وه چې طالبانو ښوونځي پر وتړل.

هغه زیاتوي: «زه او ټولګيوال مې د ښوونځیو د پرانیستو په تمه یو، راتلونکي ته هیله نه لرم، زه هیله منه وم چې قاضي شم؛ خو اوس مجبوره یم انځورګري زده کړم.»

هغه نجونې چې د انځورګرۍ په دې مرکز کې زده کړه کوي، د طالبانو له ادارې غواړي چې ژرترژره د دوی پرمخ ښوونځي پرانیزي؛ ځکه چې نجونې هم د هلکانو په شان د زده کړو حق لري.