سوداګري

کندز کې د ارکاني خټکي د پلور د پام وړ کموالی

کندز کې د ارکاني خټکیو یو شمېر پلورونکي وایي چې ارکاني خټکي د ژمي او مني په موسمونو کې بازار ته راځي؛ خو په تېر یوه کال کې یې د پلور بازار د پام وړ کموالی موندلی دی.

د ارکاني خټکيو یو پلورونکی محمد شفیع وایي: «موږ ارکاني خټکي له بلخ او سمنګان څخه راوړو. دا خټکی د نور خټکیو په پرتله ډېر دوام لري او کولای شو تر کب میاشتې پورې یې وساتو.»

هغه زیاتوي: «په وروستیو میاشتو کې زموږ پلور ډېر کم شوی دی، مخکې مو زیات پلور درلود او د خلکو اقتصاد هم ښه و؛ خو اوس د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری شوی او نه شي کولای د یوه خټکي د پېرلو لپاره ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ ورکړي.»

شفیع دوام ورکړ: «د کندز خپل خټکي د استقلاني په نوم دي چې په دوبي موسم کې بازار ته راځي او د ارکاني خټکي په پرتله یې بیه ټیته ده؛ خو تر ژمي پورې نه ساتل کېږي.»

د دغو خټکیو د راټولولو پرمهال یې رنګ شین وي او د مني او ژمي په موسمونو کې په یوه جالي کې د هټۍ یا کور په چت کې راځړول کېږي او د رنګ له ژېړېدو وروسته پلورل کېږي.

د ارکاني خټکي یو بل پلورونکی رامش وایي: «د کندز د خپلو خټکیو د پلور موسم پایته رسېدلی خو ارکاني خټکي له نورو ولایتونو په لوړه بیه پېرو. له بده‌مرغه د دغو خټکیو د پلور بازار کم شوی دی. مخکې د کندز خپل خټکي وو چې له ۵۰ تر ۱۵۰ پلورل کېدل او اوس هم څوک چې پيسې لري راځي او خټکي پېري؛ خو د پخوا په څېر بازار نه لري.»

په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي وایي چې د مني موسم له رارسېدو سره د دغه ولایت خټکي خلاص شوي او له همدې امله په بازار کې خټکي کم دي.

د کندز یوه اوسېدونکی سمیع‌الله وویل: «خلک د خټکیو د پېرلو وس نه لري، د دې له امله چې اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی او د یوه ارکاني خټکي بیه لوړه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې د ارکاني خټکیو پر پلور ګڼ شمېر بوخت وو؛ خو په تېر یوه کال کې د دغه کرنیز محصول پلورونکي ډېر کم شوي دي.