ښځې

د بلخ مېرمنو پر فعالیتونو د طالبانو له خوا د محدودیتونو زیاتوالی

د هېواد د شمال بلخ ولایت یو شمېر ښځې وایي چې په ټولنه کې د هغوی پر حضور د طالبانو محدودیتونه د زیاتېدو په حال کې دي او د هغوی په وینا د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

بلخ ولایت کې یوه مدني فعاله زهره خلیل نوري د دغه ولایت د ښځو پروړاندې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي له دوامه اندېښنه څرګنده کړې او وایي: «موږ د نجونو د مرموزو وژنو، تښتونو، د هغو ښځو د زنداني کېدو شاهد یو چې په مخکیني حکومت کې یې کار کاوه.»

هغې دوام ورکړ: «اوسمهال کم شمېر ښځې چې په ټیټو ټولنیزو برخو کې دنده ترسره کوي له ځان سانسورۍ سره لاس او ګرېوان دي ترڅو د طالبانو له خوا شکنجه او یا ونه نیول شي.»

اغلې سادات له هغو ښځو ده چې په مخکیني حکومت کې یې رسنیز فعالیت درلود او موده مخکې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو په بند کې وه.

هغه د طالبانو له خوا د زنداني کېدو په اړه وایي: «زه له هغو نجونو وم چې د کاج ښوونیز مرکز د پېښې له امله مو غږ پورته کړ او پر هماغه ورځ چې لاریون مو وکړ د طالبانو له خوا ونیول شوم او څلور ساعته په زندان کې وم.»

اغلې سادات په خواشینۍ سره وایي: «ما له روحي اړخه ضربه لیدلې او څلور ساعته یې زموږ د ټولو موبایل چک کړل او له موږ یې پلټنې وکړې. په متروکو یې په پښتو وهلو. زه وروسته له هغې چې خوشې شوې یم خپل کور ته نه یم تللې او په یوه بل ځای کې له کوره لیرې ژوند کوم.»

د بلخ پوهنتون یوه زده‌کړیاله کایینات فرامرز بلخ کې د ښځو د وژلو او د هغوی پروړاندې د تاوتریخوالو په تړاو وایي: «د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی او قتلونه ځکه کېږي چې طالبان په ټولنه کې د فعالو ښځو له حضوره وېره لري او نه غواړي ښځې په سیاسي او ټولنیز مشارکت کې ونډه ولري.»

د ښځو حقونو فعالانې وایي، چې په دې ورځو کې د طالبانو ټول پام د ښځو حجاب ته دی او هغوی په ټولو روزنیزو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي برخو کې د ښځو حضور د اسلامي شریعت خلاف بللی او په کور کېناستل په اسلام کې د ښځو د ارزښت مصداق ګڼي.

مرضیې دوست وویل د طالبانو ټول تمرکز د ښځو پر حجاب دی او هغوی په ټولو روزنیزو، کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو حضور د اسلامي شریعت خلاف بللی او د ښځو لپاره یې په کور کېناستل غوره ګڼلي دي.

هغه د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول د ښځو لپاره ستونزمن بولي او زیاتوي: «دغو محدودیتونو نه یوازې پر ښځو بلکې پر نارینه‌وو یې هم منفي اغېز کړی دی او د کار نشتون او رواني فشارونه هغوی د فعالیتونو په پرمخ بېولو کې له خنډ سره مخ کړي دي.»

بلخ ولایت کې د طالبانو ادارې له راتلو سره د هغوی له خوا د خلکو پروړاندې ګڼ تاوتریخوالي پلي شوي دي. د طالبانو د پلټنې په تمځایونو کې د ګرځنده ټلیفونونو کتل، د کلتوري څېرو ګواښل او سپکاوی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د مناسب حجاب د نه لرلو په پلمه په وسلې سره د ښځو ګواښل او ان د طالب پولیسو له خوا وهل ټکول کېدل له دغې جملې څخه دي.

څو ورځې مخکې مزارشریف ښار کې یوه ښځینه ډاکتره ووژل شوه او طالبانو د هغې وژل کې کېدل د وسله‌والو غلو کار وباله.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو د جوماتونو امامانو ته په خطاب ویلي چې د جمعې په لمونځونو کې د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ته د خیر دعا وکړي او همداراز د خوښۍ په مراسمو کې یې هر ډول موسیقي حرامه ګڼلې او خلک هم مسوولیت لري د دغو مواردو په اړه دوی ته خبر ورکړي. طالبانو همداراز په دغه اعلامیه کې بلخ کې د ښخینه عمومي حمامونو او قیلون خونو د فعالیت له منع کېدو خبر ورکړی دی.