ښځې

د ظریفې یعقوبي او د هغې له همکارانو د بې‌خبرۍ له دوامه د ښځو حقونو فعالانو اندېښنه

د ښځو حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي له نیول کېدو کابو یوه میاشت وروسته اوس د هغې خپلوان وایي، چې د اغلې یعقوبي د خوشي کېدو لپاره هېڅ هیله مندي نشته.

طالبانو د ۱۴۰۱ هجري-لمریز کال د لړم پر ۱۲ ظریفه یعقوبي او د هغې درې تنه همکاران د کابل په دشت برچي کې د یوه غورځنګ د اعلان په غونډه کې ونیول او له ځان سره بوتلل.

اوس چې د اغلې یعقوبي له نیول کېدو نږدې یوه میاشت کېږي ظریفې یعقوبي ته نږدې سرچینې وایي چې د هغې د خوشي کېدو لپاره هېڅ هیله‌مندي نشته.

کورنۍ د ظریفې له وضعیته ناخبره دي

د ظریفې یعقوبي خور عارفه وایي چې نږدې یوه میاشت وشوه له خپلې خور هېڅ خبر نه لري او د هغې وضعیت ته اندېښمنه ده.

هغې وویل: «یوه میاشت کېږي خور مې د طالبانو په تیاره زندان کې زنداني ده. طالبانو له کوم جرم پرته زما خور نیولې ده. هغې نه قتل کړی نه غلا. ټولنیز فعالیت د هرې ښځې حق دی.»

عارفه زیاتوي، چې خور یې ظریفه له کله چې نیول شوې ده له خپلې کورنۍ سره یې هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

نوموړې پر طالبانو له نیوکې سره وایي چې لږترلږه هغې ته دې اجازه ورکړي چې له خپلې کورنۍ سره د ټلیفون له لارې اړیکه ولري. یا لږترلږه له کورنۍ سره یې د لیدنې زمینه برابره کړي. د ټولې کورنۍ غړي د ظریفې وضعیت ته اندېښمن دي.

له زندانه د هغوی د خوشي کېدو هېڅ تمه نشته

د ظریفې یعقوبي یوه بله همکاره رقیه ساعي چې د ناستې پرمهال هم ورسره وه، وایي: «نږدې یوه میاشت کېږي چې ظریفه یعقوبي او همکاران یې د طالبانو له خوا نیول شوي او له پرله‌پسې هڅو سره سره له زندان څخه د هغوی د خوشي کېدو لپاره هېڅ تمه نشته.»

اغلې ساعي زیاتوي، چې په دې موده کې د اغلې یعقوبي له وضعیته هېڅ معلومات نه لري. یوازې هغوی ته ویل شوي چې ظریفه یعقوبي د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې ده.

هغه زیاتوي: «دا چې هغوی شکنجه شوي او یا په څه وضعیت کې دي، هېڅ معلومات نه لرو؛ خو په رښتیا ورته اندېښمن یو. په دې موده کې یې له خپلې کورنۍ سره هېڅ اړیکه نه ده لرلې او اوس یې کورنۍ ورته اندېښمنه ده. طالبانو له کوم لامل پرته هغه نیولې ده او موږ غواړو چې ژر تر ژره یې خوشي کړي.»

هڅو هېڅ پایله نه ده لرلې

د اغلې یعقوبي یوه بله همکاره مونسه مبازر هم وایي: «سره له دې چې د اړتیا وړ حق غوښتنه شوې او د هغې د خوشي کېدو لپاره اغېزناک کسان طالبانو ته ورغلي دي؛ خو داسې برېښي چې هېڅ پایله یې نه ده لرلې. اوسمهال د اغلې یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشي کېدو لپاره هېڅ هیله‌مندي نه لیدل کېږي.»

مبارز وایي: «سره له دې چې ظریفې یعقوبي د ناستې د رامنځته کولو لپاره له طالبانو سره همغږي کړې وه؛ خو دغې ډلې د اصولو خلاف هغه ونیوله.»

د اغلې مبارز په وینا ظریفه یعقوبي له نیول کېدو وروسته درې ورځې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کې وه او وروسته د دې ډلې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدل شوې ده.

هغې دوام ورکړ: «تازه مو له یوې سرچینې معلومات تر لاسه کړي چې اغلې یعقوبي د دې ډلې د استخباراتو ۱۵ ریاست ته لېږدول شوې ده. موږ د هغې وضعیت ته اندېښمن یو؛ ځکه طالبان په خپلو زندانونو کې ښځینه کارکوونکې نه لري او له ښځینه او نارینه زندانیانو سره د طالبانو چلند یو شان دی. تاوتریخجن چلند او شکنجه د دې ډلې اصول ګڼل کېږي او موږ اغلې یعقوبي ته اندېښمن یو چې په دې موده کې به څه پرې تېر شوي وي.»

مبارز دې ته په اشارې چې د اغلې یعقوبي له نیول کېدو وروسته ګڼ شمېر اعتراض‌کوونکې نجونې د طالبانو له څېړنو سره مخ شوې زیاته کړې: «یو شمېر نجونو د ځان د امنیت لپاره خپل ځای بدل کړی دی.»

نه پوهېږو د اغلې یعقوبي همکاران په څه وضعیت کې دي

محمدرضا سازش، محمد سیرت، محمدعالم حکمت او حسین د ظریفې یعقوبي څلور همکاران دي چې له هغې سره یو ځای د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د ښاغلي محمدعالم حکمت یو ملګری چې د امنیتي لاملونو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وایي چې د ښاغلي حکمت د برخلیک او وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري او سخت ورته اندېښمن دی.

هغه په دوام کې وویل: «ښاغلی حکمت له کوم جرم پرته د طالبانو په بند کې دی او یوازینی جرم یې په هغه ناسته کې ګډون و. موږ څو ځله هڅه وکړه؛ خو د طالبانو په زندان کې د هغه پر لیدنې بریالي نه شوو. هېڅ نه پوهېږو چې هغه او درې نور ملګري یې په څه ډول وضعیت کې دي. پوهېږم چې شکنجه شوي دي؛ ځکه شکنجه د طالبانو د کار لومړیتوب دی.»

د ښاغلي حکمت دغه ملګری وايي، چې حکمت له خپلې کورنۍ سره تر اوسه هېڅ اړیکه نه ده لرلې او هغوی یې وضعیت ته اندېښمن دي.

ظریفه یعقوبي په کابل کې د ښځو حقونو یوه فعاله وه. هغې د ښځو حقونو د غوښتلو لپاره په ګڼو اعتراضونو کې ونډه لرله. ټاکل شوې وه په وروستیو کې په یوه خبري ناسته کې، یو غورځنګ رامنځته کړي چې د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د اغلې یعقوبي نیول کېدل له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو له خوا د هغې پر نیول کېدو سخته نیوکه کړې ده؛ خو داسې برېښي چې دغو نیوکو د طالبانو پر دریځ هېڅ اغېزه ونه کړه او څو ورځې وروسته طالبانو د فرحت پوپل‌زۍ په نوم یوه اعتراض‌کوونکې نجلۍ هم ونیوله.

د ویلو ده، چې د جمهوریت له پرځېدو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو چې کار او زده‌کړی دي بې‌برخې شوې دي. د طالبانو د دغو اقدامونو په غبرګون کې کابل او ولایتونو کې د ښځو له خوا ځینې بهیرونه پيل شول او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل ترڅو افغان مېرمنې یوازې پرې‌نه‌ږدي او له هغو ملاتړ وکړي.