ښځې

طالبان، د نجونو د دوولسمو ټولګيو د ټولو مضمونونو کلنۍ آزموینه په یوه ورځ اخیستل کېږي

د طالبانو د پوهنې وزارت، په یوه رسمي لیک کې په یوه ورځ د نجونو ښوونځیو د دوولسمو ټولګیو د ټولو مضمونونو د اخیستو خبر ورکوي.

په دې لیک کې ویل شوي چې د دغې آزموینې پرمهال، هېڅ نارینه باید په ښوونځیو کې حاضر نه وي او په دې ورځ باید ټول مدیرانې او ښوونکې ښځینه وي.

په پلازمیني کې د طالبانو د پوهنې ریاست په رسمي لیک کې، د کابل د څوارلس ګونو ولسوالیو د پوهنې ریاستونو ته حکم شوی چې د دولسمو ټولګیو د نجونو کلنۍ آزموینه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د لیندۍ په ۱۶مه ترسره شي.

په دې لیک کې راغلي چې د ټولو ښوونځیو مسوولینو ته ویل شوي چې د دوولسمو ټولګیو زده کوونکو ته چې نجونې دي خبر ورکړي ترڅو د لیندۍ په ۱۶مه د آزموینې لپاره حاضرې شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي لیک له مخې، دا آزموینه ۱۴۰ پوښتنې لري چې په تحریري توګه به واخیستل شي. له هر مضمونه، به لس په دري او پښتو پوښتنې له نجونو ترسره شي.

په دغه لیک کې راغلي چې ددې یوه ورځنۍ آزموینې له تېرولو وروسته به درې کسیز پلاوی د هر ټولګي د آزموینې پاڼې وڅېړي او پایلې به یې له پنځو کاري ورځو وروسته، د لیدۍ میاشتې په ۲۳ اعلان شي.

تراوسه روښانه نه ده چې ولې طالبانو تصمیم نیولی چې د نجونو ښوونځیو  کلنۍ آزموینه په یوه ورځ ترسره کړي.

له بلې خوا، د نجونو ښوونځیو یو شمېر مدیران د آمو خبریال ته وایي چې د طالبانو د پوهنې وزارت مسوولینو د نجونو ښوونځیو له ټولو مدیرانو غوښتي چې د دوولسمو ټولګیو نجونو د وروستي کال آزموینې لپاره چمتو شي.

د ښوونځیو مدیرانو ویلي چې طالبانو له هغوی غوښتي چې د دوولسمو ټولګیو زده کوونکو ته خبر ورکړي ترڅو د هلکانو له آزموینې وروسته، د دوولسمو ټولګیو له  ټولو نجونو زده کوونکو کلنۍ آزموینه واخیستل شي.

د ښوونځیو مدیرانو تایید کړې چې ټاکل شوې دا آزموینه د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۱۶مه ترسره شي.

د نجونو د یوه ښوونځي مدیره وایي: «د دوولسم ټولګي نجونو لپاره خوشحاله یم چې له بې برخلیک وضعیته خلاصون مومي او کولای شي له ددې آزموینې له ترسره کولو وروسته، پوهنتون ته داخلې شې او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند ددغه رسمي لیک منځپانګه نه ردوي او نه یې تاییدوي؛ خو وايي چې سبا پنجشنبې به ددې آزموینې د ترسره کولو په اړه په رسمي توګه ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې طالبانو په تېرو ۱۵ میاشتو کې له  شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړې او اوس په طالبانو کې سرچینو ویلي چې ددې ډلې چارواکو پرېکړه کړې، د ټولو پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ وتړي.