ښځې

پنجشېر کې یوې نجلۍ د نجونو لپاره پټ درسي ټولګی جوړ کړی دی

د پنجشېر په یوه کلي کې یوې نجلۍ چې خپله د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده او تر یوه کال زیاته موده کېږي په کور شوې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره یې پټ درسي ټولګي کړی دی.

هغه له آمو سره په خبرو کې وايي، وروسته له هغې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړلې د تېر کال په تله میاشت کې یې د خپل کلي د نجونو لپاره درسي ټولګی جوړ کړی دی.

دغه نجلۍ وایي چې اوسمهال له شپږم ټولګي پورته ۶۰ نجونې زده‌کوونکې په دوو جلا وختونو په دغو ټولګیو کې د ښوونځي مضمونونه زده کوي.

هغه وایي: «نجونې کړېږي، غواړي ښوونځیو ته ولاړې شي او ما په خپلو کمو امکاناتو سره، هغوی ته یوه خونه جوړه کړه، اوس هره ورځ ۶۰ نجونې راځي او زه هغوی ته درس ورکوم.»

دغه نجلۍ زیاتوي، چې د کلي د نجونو ناهیلي او خواشیني د دې لامل شوي چې هغه او کورنۍ یې د نجونو لپاره په خپل کور کې یوه خونه چمتو کړي ترڅو هغوی وکولای شي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دا نجلۍ چې له دې مخکې یې په کور کې خیاطي کوله وایي: «ډېری دغو نجونو درسي توکي نه لرل، ما د خیاطۍ خپل ماشین وپلوره او په پیسو مې یې هغوی ته قلم، کتابچې او کتابونه وپېرل.»

هغه نجونې چې په دې ټولګې کې درس وایي د ماشومانو لپاره د روزنیزو ټولګیو رامنځته کول اړین ګڼي.

زینب د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده او افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کور شوې ده.

هغه وایي: «څو میاشتې کېږي په دې درسي ټولګي کې د ښوونځي مضمونونه زده کوم او دا ټولګی زما لپاره له ناهیلۍ د ژغورنې ځای دی.»

زهرا په پنجشېر کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکې وه؛ خو طالبانو دا حق تر واخیست.

زهرا وایي: «تل مې فکر کاوه چې یوه ورځ به مې زده‌کړې پایته رسېږي، ډاکتره کېږم به او خلکو ته به خدمت کوم؛ خو طالبانو دا هیلې رانه واخیستې. هره شپه له ځان سره وایم چې کاشکي سهار ووایي، د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې او زه ښوونځي ته ولاړه شم.»

د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو ډېری دغه نجونې ناهیلي او خواشینې کړې دي او ځینې یې وایي، «کاشکي هلکان وای.»

احمد چې خور یې د دغه پټ درسي ټولګي زده‌کوونکې ده وایي، چې د دې ټولګي رامنځته کېدو هغه بېرته د خپلې خور راتلونکي ته هیله‌من کړی دی.

احمد وویل: «زه مې له خویندو سره هر سهار ښوونځي ته تلم، خویندو مې ډېر زیات ایسته، هر یوې هیلې لرلې؛ خو اوس ښوونځي ته یوازې ځم او هغوی راته وایي، کاش چې موږ هم هلکان وای او ښوونځي ته د تلو اجازه مو لرلای.»

نن له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۴۳۸ ورځې تېرېږي او اوس ښوونځي ته تګ، د افغانستان د زده‌کوونکو نجونو لپاره ترټولو لویه هیله ده.

یوه بله زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي: «په دې موده کې چې له ښوونځیو لیري پاتې یو، له ژور خپګان سره مخ یو، طالبان ولې د خدای د امر خلاف چې وایي علم پر نارینه او ښیځینه فرض دی، موږ ته د زده‌کړو اجازه نه راکوي؟»

ټاکلې وه د روان کال د وري میاشتې پر درېیمه نېټه له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي؛ خو کله چې هغوی ښوونځیو ته ولاړې، طالبانو اجازه ورنه‌کړه ترڅو خپلو ټولګیو ته ولاړې شي او اعلان یې وکړ چې تر بلې خبرتیا پورې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي پاتې کېږي.

د نجونو ښوونځیو تړل کېدو تر اوسه ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف موده مخکې په یوه رپوټ کې ویلي و، چې افغانستان په تېر یوه کال کې له زده‌کړو د نجونو په بې‌برخې کېدو سره له اقتصادي پلوه ۵۰۰ میلیوه ډالر زیان لیدلی دی.

د روان کال د اکټوبر پر ۱۲ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله د طالبانو پر غړو د ویزو ورکولو محدودیت اعلان کړ.

انتوني بلینکن په یوه بیانیه کې ویلي و، چې دغه اقدام پر ښځو د محدودیتونو له دې جملې زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیت، د کار له حق څخه بې برخې کول، بیان ازادۍ او له ښځو سره د تاوتریخجن چلند لکه د هغوی نیول او د تبعیض ضد چلند د نه رعایت له امله دی.

هغه همداراز زیاته کړې وه، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې د زده‌کړو حق نه لري.