د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په «جهادیه» مدرسه کې د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته چاودنه وشوه چې له امله یې نولس تنه مړه او ۲۳ نور ټپیان شول.
سرچینو آمو ته وویل چې دا چاودنه د ایبک ښار په بندر سړک جهادیه مدرسه کې د لمونځ کوونکو په منځ کې وشوه.
د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولینو د آمو خبریال ته ویلي چې ددې چاودنې نولس مړي او ۲۳ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي چې ډېری یې د دغې دیني مدرسې زده کوونکي دي.
الجزیرې د طالبانو د یوه ځایي چارواکي له قوله لیکلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ د سمنګان ولایت په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.
د دې روغتون ډاکتران د اوو ټپیانو وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې دا ټپيان د درملنې لپاره د بلخ روغتون ته لېږدول شوي دي.
له بلې خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټ کې د وژل شویو کسانو شمېر لس تنه اعلان کړی او د ټپیانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغه لیکلي: «له بده مرغه باید ووایم چې نن له غرمې وروسته د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې لس زده کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپيان شول.»
د پېښې شاهدان آمو ته وایي چې ډېری قربانیان او ټپيان له نهه تر ۱۵ کلنۍ پورې ماشومان دي.
د جهادیه مدرسې یو زده کوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې په دې مدرسه کې کابو اوه سوه تنه په دیني زده کړو بوخت دي.
د هغه په وینا، ډېری زده کوونکي له نهه تر اتلس کلنۍ پورې عمرونه لري.
جهادیه مدرسه د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته د سمنګان ولایت د «ښوونکي د روزنې» په ودانۍ کې جوړه شوې ده.
هغه تصویرونه چې آمو ته رسېدلي له چاودنې وروسته لومړۍ شېبې پکې ښودل شوې چې یو شمېر مړي او ټپیان پر ځمکه پراته دي.
په دغو تصویرونو کې ښودل شوي چې یو شمېر نارینه په وېرېدلې بڼه ودانۍ ته تللي او غواړي له ټپيانو سره چې نارې وهي مرسته وکړي.
تراوسه هېڅ ډلې ددې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
له دې مخکې په یو شمېر جوماتونو او مدرسو کې د مرګونو چاودنو له امله لسګونه تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د کندز په خانقاه کې، د کندهار په امام بارګان جومات کې چاودنه، د کابل د محمدیه جامعې په مدرسه کې چاودنه، د خیرخانې د کوتل په سر صدیقه جومات کې چاودنه هغه پېښې دي چې په تېر یوه نیم کال کې په افغانستان کې شوې دي.