روغتیا

زابل کې سلکونه ماشومان په تور ټوخي ناروغۍ اخته شوي دي

د زابل په سویلي سيوري او شينکۍ ولسوالیو کې سلګونه ماشومان په تور ټوخي (توره غاړه) ناروغۍ اخته شوې چې له دې جملی درېيو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

د زابل د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې دغه ناروغي د زابل په سيوري ولسوالۍ کې خپره شوې او وروسته په شینکۍ ولسوالۍ کې هم یو شمېر کسان پرې اخته شوي.

په تېرو دوو ورځو کې ددې ولایت د سیوري ولسوالۍ په سلام خېلو، محمد کريم،  ښادي او محمد خېلو کلیو کې ددې ناروغۍ ګڼې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د زابل د عامې روغتيا لپاره د طالبانو رییس عبدالحکیم حکيمي وايې تېرو څو ورځو کې په سيوري ولسوالۍ کې دوه سوه تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی زياتوي: «په خواشينی سره بايد ووايم چې تېره ورځ د تور ټوخي ناروغي په سيوري ولسوالۍ کې سلګونه کسان نيولي او درې ماشومان يې له امله مړه شوي چې روغتيا رياست سیمې ته ټيمونه لېږلي او د واکسینو ترڅنګ یې وقایوي تدابیر ورته نیولي دي، خو دا ناروغي نورو سيمو ته هم خپره شوې.»

د زابل د عامې روغتيا رییس له خلکو غواړي چې خپل ناروغ ماشومان له ځنډ پرته نژدې روغتيايي مرکزونو ته ولېږدوي.

له بلې خوا، له سيوري ولسوالۍ څخه ځايي سرچينې وايې چې د تور ټوخي ناروغي په دې ولسوالۍ کې په پراخېدو ده او لسګونه ماشومان پرې اخته دي چې بیړنیو روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري.

ددې ولسوالۍ يو اوسيدونکی سميع الله وايې چې په شينکۍ ولسوالۍ کې هم لسګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړی زياتوي: «د تور ټوخي ناروغۍ نښې مخکې هم زموږ په سيمه کې لیدل شوې خو په لومړي ځل دومره پراخه نه وه او شينکۍ ولسوالۍ ته هم پراخ شوې، زموږ په سيمه کي روغتيايي ډلې د ماشومانو په درملنه بوخت دي.»

توره غاړه یا تور ټوخی میکروبي او وژونکې ناروغي ده، چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي.

روغتيا پالان وايي، کورنۍ بايد په دغه ناروغۍ خپل اخته ماشومان ژرترژره روغتيايي مرکزونو ته د درملني لپاره ولېږدوي.