سوداګري

ننګرهار کې د بیسکټو یوه کارخونه په ورځ کې ۱۰ ټنه بیسکېټ تولیدوي

ننګرهار کې د بیسکټو د یوې کارخونې مسوول وایي، که طالبان ورته پام وکړي او بهرنیو بازارونو ته د صادراتو زمینه ورته برابره شي خپل تولیدات به لازیات کړي.

دا کارخونه په دې ولایت کې د نوي بلال په نوم فعالیت کوي. د یادې کارخونې مسوول حاجي دلاور له آمو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په ورځني ډول ۱۰ ټنه بېسکېټ تولیدوي.

نوموړی وایي، لومړی یې له هېواده بهر خو اوس یې د خپلو هېوادوالو لپاره په کور دننه پانګونه کړې او لامل یې وزګاري او د ځوانانو په کار کول دي.

حاجې دلاور زیاتوي: «موږ په دې کارخونه کې هره ورځ ۱۰ ټنه بېسکېټ تولیدوو، که طالبان راته پام وکړي، همکاري راسره وکړي او زموږ بېسکېټ بهرنيو بازارونو ته لاړ شي نو کولی شي د اړتیا وړ بېسکېټ تولید کړي.»

نوموړی زیاتوي، چې په کارخونه کې ورسره لسګونه کسان هم په کار بوخت دي او هڅه کوي لا نورو اړمنو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

په دې کارخونه کې په کار بوخت کارګران هم له خپله کاره راضي دي، خو هیله لري چې د دوی په څېر نورو وزګارو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

جان آغا وایي: «زه خوشحاله یم، چې دلته کار کوم دا لویه خبره ده، چې افغان سوداګر په خپل کور کې ځوانانو ته د کار زمینه برابروي، هیله ده دوی نوره هم کاري ساحه پراخه کړي.»

ضمیرخان چې په دې کارخونه کې په کار بوخت دی له هېواده تللو افغان پانګوالو څخه غواړي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړی وایي: «موږ هیله لرو، چې دلته راشي اوس خو امن دی، دلته دې ځوانانو ته کاري زمینه برابر کړي.»

داسې باور کېږي، که طالبان، پانګوال په هېواد کې پانګونې ته وهڅوي او زمینه ورته برابره کړي، نو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ به بې شمېره ځوانان هم په کار شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا افغاني تولیدات باوري او د کیفیت له اړخه تر نورو ښه بولي او وایي، په هر نندارتون کې دوی ته ثابته شوې، چې د نړۍ په کچه یې ښه نوم ګټلی دی.

دوی داسې مهال دا ډاډ شریکوي، چې تازه تېره ورځ د کورنیو تولیداتو د بېلابېلو ډولونو بېسکوټو لومړۍ جوپه د بلخ د حیرتان بندر له لارې قزاقستان ته صادره شوه او په نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم د دغو محصولاتو د لېږد بهیر پیل شي. دغه راز وړمه ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ویلي، چې  د “واړه هند” په نامه له کورونايي بندیزونو وروسته دغه هېواد کې تر ټولو لوی نندارتون چې میلیونونو کسانو پکې ګډون کړی و افغان توکو د ۱۷ هېوادونو له منځه لومړی مقام او د سرو زرو مډال ګټلی دی.

په دغه نندارتون کې افغان سوداګرو ته ۲۲ غرفې ورکړل شوې وې چې پکې، وچه مېوه، غالۍ، زعفران، شات، مرمرین توکي او نور افغان محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو.

د ۱۵ ورځني نندارتون په پای کې د سوداګریزو چارو کارپوهانو، د پوهنتون استادانو او د نندارتون سمبالوونکو له ارزونې وروسته افغانستان د لومړي مقام او سرو زرو د مډال وړ اعلان کړ.