ښځې

د نجونو پرمخ د پوهنتونو د تړل کېدو احتمال

په طالبانو کې څلورو سرچینو یکشنبې په ورځ آمو ته تایید کړه چې د دې ډلې مشر ملاهبت الله آخوندزاده د خپلې کابینې له یو شمېر غړو سره تصمیم نیولی چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړي.

دا سرچینې چې له امو سره یې خبرې کړې ټولې د طالبانو لوړپوړي چارواکي دي.

دغو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر محمد ثاقب، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي او د طالبانو رییس الورزا ملامحمد حسن آخوند د نجونو لپاره د پوهنتونونو پر تړلو ټینګار کړی دی. دا ټول پینځه کسان ملاهبت الله آخوند زاده ته نږدې کسان دي.

د آمو سرچینې چې دا مالومات یې زموږ په واک کې راکړي، د طالبانو له دغو چارواکو سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې پوښتې په ځواب کې چې آیا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو موضوع وروستۍ شوې که نه؟ دا خبر رد نه کړ، خو وې ویل: «دا موضوع نه شم تاییدولای.»

دوو دغو سرچینو چې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره نږدې اړیکې لري، د آمو خبریال ته یې وویل چې ټاکل شوې وه طالبان د جمعې په ورځ د نجونو پرمخ د پوهنتونونو تړل په رسمي توګه اعلان کړي، خو دا پرېکړه په ناڅرګندو لاملونو وځنډول شوه.

د طالبانو داخلي مخالفتونه

دوې نورې سرچینې چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره نږدې دي آمو ته وویل چې د طالبانو یو شمېر مشران د ملاهبت الله آخوندزاده له دې پرېکړې سره مخالفت لري. په دوی کې هغه کسان چې د نجونو پرمخ د پوهنتونو له تړل کېدو سره مخالف دي، د سراج الدین حقاني او ملایعقوب نومونه اخیستل شوي دي.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو سره مخالفت ښودلی و. هغه څو ځله په خپلو ویناوو کې په ښکاره د طالبانو د مشر له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

خو داسې ښکاري هغه کسان چې د ملاهبت الله له تصمیم سره مخالفت لري، ددې پرېکړې د بدلون وس نه لري.

د لومړنیو ښوونځیو د تړلو امکان

دغو څلورو سرچینو آمو ته وویل چې ښايي طالبان د نجونو پرمخ لومړني ښوونځي هم وتړي. دغو سرچینو وویل چې په دې اړه د طالبانو د مشرتابه تصمیم تراوسه په لومړي پړاو کې دی او نه دی وروستی شوی.

له بلې خوا، یو شمېر محصلین له زده کړو د دوی بې برخې کول «لېونتوب» بولي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېيم کال محصله ساره اسلمي آمو ته وایي: «له لومړۍ ورځې چې اجاهزه یې ورکړه پوهنتون ته راشو، پوهېدم چې یوه ورځ موږ هم له دې حقه بې برخې کوي. ما په زرګونو هیلو درس ووایه چې په کانکور کې د خپلې خوښې وړ څانګې ته بریالۍ شوم. زه هېڅ نه پوهېږم، په کور کیناستل او درس نه ویل لېونتوب دی.»

ستاره امیري چې سږ کال د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوې، وایي: «د خواشینۍ خبره ده، په خپل حال مې زړه سوځېږي. د ځان او هغو نجونو لپاره چې تازه بریالۍ شوې خفه یم. دومره مې زحمت ایستلی او درس مې ویلی.»

طالبانو واک ته له رسېدو شپږ میاشتې وروسته، اجازه ورکړه چې په ګرمسیر ولایتونو کې نجونې پوهنتونونو ته ولاړې شي او له هغې وروسته په تدریجي توګه په ټولو ولایتونو کې پوهنتونونه پرانیستل شول.

خو له هغې وروسته ددې ډلې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د محدودیتونو په لګولو، د نجونو او هلکانو محصلینو ټولګي او درسي وختونه سره بېل شول.

د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو توند سیاست د ننه په هېواد او بهر کې پراخې نیوکې راپارولې دي.

د اروپا پارلمان تېره اونۍ د طالبانو دا سیاست «جنسیتي اپارتاید» وباله.