سوداګري

د ایران او افغانستان ترمنځ د ورځې ۱۲۰۰ باروړونکو موټرو د تګ راتګ هوکړه

د افغانستان د هرات ولایت او د ایران د خراسان رضوي د پنځمې ګډې کميټې ناسته چې د اقتصادي پروګرامونو او د سرحدي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د ځانګړو لارو چارو د موندلو په موخه د دواړ هېوادونو د پلاویو ترمنځ وشوه، پای ته ورسېده.

په هغه تازه قرارداد کې چې په دې کمیټه کې شوی، د ورځې به تر ۱۲۰۰ د توکو موټر د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.  

دا ناسته د هرات په کوربتوب او د ایران د خراسان رضوي ولایت د شل کسیز پلاوي په ګډون ترسره شوې وه.

د افغانستان او ایران د ګډې خونې رییس میراجان سلیمان خېل وايي چې د دواړو لوریو د پلاویو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ، تېلو او ګازو، رېل لارې او ګمرکونو په برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې.

ټاکل شوې جوړې شوې ډلې، د سوداګرو په وړاندې ستونزو او ننګونو په هکله کار وکړي او هغې لیرې کړي.

د افغانستان او ایران ګډه خونه، د هېواد د سوداګرو لپاره د آسانتیا برابرولو، د خنډونو لیرې کولو او د اړیکو د ټینګولو دنده لري.

له دې مخکې د تېر حکومت پرمهال هم څلور نورې ناستې شوې وې.

له بلې خوا، په هرات کې د ایران سرکونسل محمد صدیقي فر وايي: «هر کال د خصوصي برخې سوداګرو او د دواړو ولایتونو د ادارو د ځایي رییسانو ترمنځ ناستې ترسره کېدې؛ خو له څه مودې راهیسې، د کورونا او په افغانستان کې د بدلونونو له امله دا ناستې نه وې ترسره شوې.»

د ایران سرکونسل زیاتوي: «ددغو ناستو ترسره کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ځینې ستونزې اوارولای شي.»

هغه زیاته کړه چې ددې ناستې د ترسره کېدو او د ایران د خراسان رضوي ولایت د ادارو د رییسانو د سفر موخه، د افغانستان د اوسني وضعیت لیدل او له افغانستان لوري سره د نوي باب پرانیستل دی.

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار دغه ولایت ته د ایرانیو چارواکو د سفر او د سوداګرو په وړاندې د ستونزو او نورو سرحدي ننګونو د اواري لپاره له هڅو هرکلی کوي.

اسلام جان زیاته کړه: «د هرات او د ایران د خراسان رضوي ولایت ترمنځ د هوکړې ترسره لاسلیکول د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو په ګټه دي چې د سوداګرۍ د آسانتیا او ننګونو په لیرې کولو کې مهم او اساسي رول لري.»

د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال ابوالفضل چمندي د دواړو هېوادونو ترمنځ رابطه مهمه بولي او ټنیګار کوي: «دواړه هېوادونه د یو بل پر اقتصاد او سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.»

نوموړي همداراز وویل: «ایران په تېره بیا دا ولایت هوډ لري چې له افغانستان او ددې هېواد له سوداګرو سره ښې اړیکې ولري.»

په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې په هرات کې د طالبانو ادارې اړوندو بېلابېلو بنسټونو مسوولینو، د کانونو او صنایع خونې، ددې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او همداراز د ایران د خراسان ولایت مرستیال والي او یو شمېر ایرانیو سوداګرو او پانګه والو ګډون کړی و.