د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي چې د طالبانو دا کړنه (د شرعي حد اجرا) افغانستان له خطرناک وضعیت سره مخ کړی دی.
د شرعي حدودو د جاري کېدو په هکله د طالبانو وروستۍ پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی چې په تازه مورد کې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هغه وېرونکې بللې ده.
رینا امیري ویلي چې دا کار به افغانستان له خطرناک وضعیت سره مخ کړي.
له تخار وروسته، دا ځل په لوګر او لغمان کې د خلکو په مخکې شرعي حدود عملي شول.
په تازه مورد کې د لوګر د مرکز او ولسوالیو ۱۴ اوسېدونکي د دغه ولایت په سپورتي لوبغالي کې د خلکو او قومي مشرانو په مخکې په دُرو (مترکو) ووهل شول او دوه تنه یې هم په لغمان کې په متروکو وهلي دي.
د طالبانو له خوا د شرعي حد اجرا له پيلولو د ملګروملتونو سازمان د اندېښنې څرګندول
د ملګروملتونو سازمان ویاند فرحان حق د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د سلګونه تنو په وړاندې د درېيو ښځو او ۹ نارینه وو په دُرو وهلو په اړه وویل: «موږ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو راهیسې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه لرله او لرو یې.»
فرحان حق جوته کړه چې موږ (د ملګروملتونو سازمان) له هر ډول ظالمانه او غیرعادي سزاګانو له هغې جملې د خلکو له عمومي سزا کولو سره مخالف یو.
د ملروملتونو سازمان ویاند وویل: «تاسو په افغانستان کې ددغو اقداماتو په هکله د ملګروملتونو سازمان (یوناما) د استازي او د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ بیانیې لیدلې او دا اقدامات همداراز له طالب چارواکو سره لرغوني مسایل دي.»
د الله د حکم جاري کېدل د افغان ولس هیله وه!
په لوګر کې د طالبانو د استیناف محکمې د جزا دیوان رییس وایي چې یو شمېر دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی وو او ځینو اعتراف نه وو کړی.
په لوګر کې د طالبانو د استیناف محکمې د جزا دیوان رییس فضل الرحمن عابد وویل: «د مظلوم ولس هیله او شل کلن جهاد موخه د همدې شرعي نظام عملي کول او د الله د حکم جاري کول وو چې نن الحمد لله د شرعي احکامو له مخې څوارلس تنه له مرکز او ولسوالیو څخه چې په هغوی کې درې ښځې هم وې د زنا، غلا او نور فساد په جرم د خلکو په مخکې په دُرو وهل کېږي.»
د طالبانو دا چلند تر ډېره د تاریخي او مذهبي عقدې له مخې دی
له بلې خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د خلکو په وړاندې د طالبانو چلند تر ډېره د تاریخي او مذهبي عقدې له مخې دی او د دغه وضعیت دوام به افغانستان له ناورین سره مخ کړي.
دوی وایي چې په لوګر کې د طالبانو له خوا د ۱۴ تنو او له هغې مخکې په تخار کې، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن رامنځته کوي او بالاخره به افغانانو ته سیاسي او اقتصادي زیانونه ورسوي.
د نړیوال اړیکو شنونکی سید مهدي افضلي باوري دی: «دا کړنې افغانان له لازیاتو ستونزو سره مخ کوي. له یوې خوا خلک د ننه په هېواد کې له فشار سره مخ کېږي او له بله پلوه له افغانستانه د باثباته دولت د جوړولو فرصت اخلي او پر افغانانو او موجودو ډول د نړیوالې ټولنې باور صفر ته رسوي او له لارې زیات شمېر افغانان زیان مومي.»
د سیاسي چارو یو شنونکی نورالله راغي، په اوسنیو شرایطو کې د شرعي حدودو عملي کېدل د تطبیق وړ نه بولي او په دې باور دی چې د اسلامي لارښونو له مخې، لږ شک د شرعي حدودو عملي کول له منځه وړي.
هغه وايي: «په اسلام کې د شرعي حدودو عملي کول په لومړي سر کې د عادل امام او د ټولو خلکو په رضایت اسلامي حکومت ته اړتیا لري. دوهم دا چې د تطبیق وړ احکامو او د اسلامي حکمونو د عملي کولو د شرایطو په اړه زیات اختلافات موجود دي چې طالبان هغوی ته د پاملرنې وړتیا او پوهه نه لري.»
له دې مخکې لس نارینه او نهه ښځې په تخار ولایت کې په متروکو ووهل شوې.
شرعي حدود له هغې مخکې په هېواد کې عملي کېږي چې د طالبانو مشر په کندهار کې قاضیانو سره په کتنه کې د شرعي حدودو د بشپړ عملي کولو حکم صادر کړی دی.
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو سزاګانې په تېره بیا سنګسار، اعدام او د بدن غړو پرې کېدل په پراخه توګه عملي کېدل او په هغه وخت کې یې افغانستان څنډې ته کړی و.