سوداګري

په افغانستان کې نیمګړی بانکي سیستم او د خلکو پراخې ستونزې

Photo: Da Afghanistan Bank

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکي نظام سخت زیانمن شوی او د هېواد پر اقتصاد یې مستقیمې اغېزې لرلې دي.

په افغانستان کې بانکي ستونزې د کابل له سقوطه مخکې پيل شوې. خلک د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د بانکونو په مخ کې راټولېدل ترڅو خپلې پیسې له بانکونو وباسي.

دا ستونزې اوس هم د یو نیم کال په تېرېدو لا هم روانې دي او دې بهیر د خلکو پر ژوندانه ډېره اغېزه کړي ده.

د شمېرو له مخې په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته په خصوصي بانکونو کې د خلکو کابو ۳،۸ میلیارد ډالر موجود وو چې له بدلونونو وروسته د هغې بې باورۍ له امله چې پر بانکونو رامنځته شوه، خلکو له بانکونو د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته مخه کړه چې دا کچه ۱،۸ میلیارد ډالرو ته راکمه شوه.

خلک پر بانکونو بې باوره شوي دي
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وایي چې په اوسني وخت کې د افغانستان بانکي نظام له بد وضعیت سره مخ دی او خلک د افغانستان پر بانکونو بې باوره شوي او له بانکونو یې خپلې پیسې ایستلې دي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته خلکو خلکو له بانکونو خپلې پیسې وایستلې. په اوسني وخت کې څوک جراات نه کوي چې په بانکونو کې خپلې پیسې کېږدي.»

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د پور ورکولو سیستم د بانکولۍ سیستم یوه مهمه مسله ګڼل کېږي چې بانکونه له دې لارې ښه عاید ترلاسه کوي. په اوسني وخت کې په افغانستان کې دا سیستم په بشپړ ډول درېدلی چې د بانکولۍ نظام ته یې لوی زیان رسولی او د بانکونو ۹۵ سلنه عواید کم شوي دي.

قریشي دې ته په اشارې سره چې په هېواد کې د بانکولۍ نظام له اهمیت څخه برخمن دی زیاتوي: «بانکي سیستم د یوه هېواد د ملا تیر دی او د افغانستان بانک په پولي ثبات کې مرسته کوي او د کوچني او منځني تجارت په رامنځته کولو کې چې د اقتصادي پرمختګ او کاري زمینو په برابرولو کې رغنده رول لوبولای شي. کله چې بهرني پانګه وال غواړي پانګونه وکړي، په لومړي ګام کې د هغه هېواد مالي نظام ارزوي چې له بانکي نظام سره مستقیم تړاو لري.»

پانګه وال بانکونو ته زړه نه ښه کوي

د اقتصادي چارو کارپوه لعل ځاځی هم په دې باور دی چې د هېواد د اقتصاد بنسټ بانکونه جوړوي او کله چې بانکونه له ستونزو سره مخ شي، د هېواد اقتصاد زیانمنوي. بانکونه د پانګونې په برخه کې مهم رول لري. خو له بده مرغه له سیاسي بدلونونو وروسته د افغانستان بانکونو سخت زیان لیدلی او که وضعیت همداسې دوام وکړيد اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکي نظام سخت زیانمن شوی او د هېواد پر اقتصاد یې مستقیمې اغېزې لرلې دي، دا ښه خبر نه دی.

هغه زیاته کړې: «بانکونه د هېوادونو د اقتصادي رګونو په شان دي. د بانکي نظام د ګډوډېدو په صورت کې به د صادراتو او وارداتو برخه له جدي ستونزې سره مخ شي، ځکه د پیسو لېږد له ستونزو سره مخ کېږي.»

ځاځی وايي: «په افغانستان کې له بدلونونو وروسته چې بانکي نظام یې اغېرمن کړي، اوس پانګه وال پر بانکونو باور نه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. په داسې حال کې چې د طالبانو له حکومته یو نیم کال تېرېږي، خو د هېواد د بانکي نظام په ښه کولو کې هېڅ بدلون نه لیدل کېږي. په اوسني وخت کې له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د بانکونو اړیکې پرې شوې او هېڅ راکړه ورکړه نه ترسره کېږي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه تینګار کوي چې بانکونو د هغو ستونزو له امله چې لري یې د خپلو مشتریانو لپاره یې د پیسو د اخیستو په برخه کې محدودیتونه لګولي دي. پانګه وال د خپلو پیسو د لېږد لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي او اړ شوي چې له صرافیو ګټه پورته کړي چې دې چارې ډېرې ستونزې ورته جوړې کړې دي. صرافۍ هېڅ نړیوال رسمیت نه لري، خو سوداګر اړ دي چې له دغه سیستم څخه ګټه پورته کړي.

په اوسني وخت کې د افغانستان بانکي سیستم په ټپه درېدلی

په افغانستان کې د سندریلا کمپنیو رییس هارون عظیم د بانکي ستونزو په اړه آمو ته وايي: «په اوسني وخت کې د افغانستان بانکي سیستم فلج دی. زه د یوه سوداګر په توګه نه شم کولای له دې لارې راکړه ورکړه ترسره کړم. پر طالبانو له بندیزونو وروسته بانکي سیستم زیانمن شوی دی. په عین حال کې د خلکو ډېرې پیسې له بانکونو سره بندې دي او دې چارې د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.»

عظیم زیاتوي، دا شرایط ددې لامل شوي چې سوداګر په افغانستان کې له پانګونې ډډه وکړي او پانګونې ته لیوالتیا نه لري.

له سیاسي بدلونونو وروسته له بهره د پيسو لېږدول هم له ستونزو سره مخ شوي او ځینې کسان چې له هېواده بهر دي خپلو کورنیو ته پیسې نه شې رالېږلی.

صفي الله فروتن چې په ډنمارک کې اوسېږي وايي، خپلې کورنۍ له درې ځله پیسو لېږلو وروسته اوس افغانستان ته د پيسو په لېږلو کې له محدودیت سره مخ شوی او مجبور دی چې د صرافیو له لارې یې ولېږي.

د آمو خبریال له هغو لسو تنو سره خبرې کړې چې بانکي حسابونه یې تړلي دي چې د خپلو حسابونو د تړلو لامل پر بانکونو بې باوري او وزګاري ګڼي.

موږ غوښتل چې په دې اړه د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو د مسوولینو نظر ترلاسه کړو خو له پراخو هڅو سره سره بریالي نه شوو.