امنیت

امریکا کې یوه وسله‌وال د شپږو تنو له وژول وروسته خپل ځان وژلی

انځور- ارشیف څخه

د امریکا متحده ایالاتو د ایوا ایالت د مسکاټین په ساحلي ښار کې د یوې لړۍ پرله‌پسې ډزو له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او بریدګر هم له پېښې وروسته خپل ځان وژلی دی.

مسکاټین یو ساحلي ښار دی چې د میسیسیپي سیند پر غاړه او د ایلینوی ایالت په وړاندې پروت دی.

د مسکاټین د پولیسو ادارې په یوه رسمي بیانیه کې ویلي چې د دغه وسله‌وال تاوتریخوالي لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه خونړۍ ډزې د یوې «کورنۍ شخړې او جنجال» له امله رامنځته شوې دي.

پولیسو د قربانیانو او بریدګر د هویت په اړه لا ډېر جزیات ندي ورکړي خو د پېښې په اړه یې هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.