ورزش

سپین‌غر د کرکټ ملي سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه

Photo: ACB.

د سپین‌غر کرکټ ټیم د پنجشنبې په ورځ په یوه ورځنیو (لیسټ اې) ملي سیالیو کې د امو ټیم ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

دا لوبه چې په ننګرهار ولایت کې ترسره شوه، د باران له امله نیمګړې پاتې شوه او پایله یې د ډاکورتهـ لویس (ډي ایل ایس) د قانون پر بنسټ وټاکل شو.

د سپین‌غر په دې بریا کې اصلي رول یمین احمدزي ولوبوه؛ هغه د ۳۳ منډو په بدل کې د ۶ ویکټو په اخیستلو سره، د دغه پړاو د توپ‌اچونې (باولینګ) تر ټولو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د امو ټیم د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌وهنې (بیټینګ) پرېکړه وکړه، خو د یمین احمدزي د اغېزمنې توپ-اچونې له امله له ستونزو سره مخ شو.

په‌دې لړ کې شرف‌الدین اشرف د ۵۴ منډو په جوړولو سره د خپل ټیم تر ټولو غوره توپ‌وهونکی و او محمد اسحاق هم ۴۸ منډې ترلاسه کړې، خو د امو ټیم د یوه ښه هدف ټاکلو وړاندې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۱۷۶ منډو له میدانه بهر شو.

په ځواب کې، د سپین‌غر ټیم د رڼا د کمښت او بیا د باران له امله د لوبې تر درېدو وړاندې، د دوو لوبغاړو په زیان ۸۴ منډې کړې وې.

باران د لوبې د دوام مخه ونیوله او په پای کې سپین‌غر د ډاکورتهـ لویس د محاسبې له مخې د ۲۴ منډو په توپیر ګټونکی اعلان شو.

په‌دې بریا سره، سپین‌غر په ملي «لیسټ اې» سیالیو کې خپلې لومړنۍ دوه نمرو (پواینټونه) ترلاسه کړې.

یمین احمدزی هم د توپ‌اچونې په برخه کې د خپلې ځلېدلې لوبې له امله د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي (مېن آف دي میچ) په توګه وپېژندل شو.

د ملي «لیسټ اې» سیالۍ د جمعې په ورځ د بست او بندامیر ټیمونو ترمنځ په لوبې سره دوام مومي.