په هلمند کې ځایي سرچینو آمو ته ویلي، چې د دغه ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د تېرو جګړو څخه د یوې پاتې شوې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي او د هغوی مور ټپي شوې ده.
په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې پېښې د تاییدولو پر مهال ویلي، چې دغه مرمۍ نن چهارشنبه سهار شاوخوا ۹ بجې هغه مهال وچاودېده چې دغو ماشومانو د مرمۍ له موندلو وروسته هغه خپل کور ته وړې وه.
سرچینو ویلي، ماشومانو دغه مرمۍ کور ته له لېږدولو وروسته په اور کې اچولې وه چې له امله یې چاودنه کړې ده.
سرچینو زیاته کړې، چې په دې پېښه کې مړه شوي ماشومان درې کلن او لس کلن وو او مور یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
د طالبانو د پېښو په وړاندې د چمتووالي ادارې ارقام چې پدې وروستیو کې وړاندې شوي، ښيي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله لږ تر لږه ۹۶ کسان مړه شوي او ۳۲۸ نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې، په ټولیزه توګه د ماینونو او ناچاوده توکو په تړاو ۲۲۵ پېښې ثبت شوي چې په پایله کې یې ۴۷۴ کسانو ته زیان رسېدلی دی.
د دغو شمېرو له مخې، د قربانیانو له منځه ۳۲۱ تنه ماشومان او ۱۵۳ تنه لویان وو. دغه راز د قربانیانو ۳۸۰ تنه نارینه او ۹۴ تنې ښځې وې.
د ولایتونو ترمنځ، کونړ د ۴۰ پېښو په ثبتولو سره تر ټولو زیاتې پېښې لرلې او له هغه وروسته فراه د ۲۳ پېښو په لرلو سره په دویم ځای کې ده. ننګرهار، هرات او کندهار ولایتونه هم د هغو سیمو له ډلې دي چې د دغو پېښو لوړ ارقام ترې راپور شوي دي.
