په بدخشان کې سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې د سرو زرو پر کانونو د وروستیو ناندریو او نښتو په غبرګون کې، د دغه ولایت په ځینو برخو کې د دغو کانونو د استخراج چارې متوقفې شوې دي.
بلخوا د بدخشان د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر تایید کړې ده چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي محمد اسماعیل غزنوي د دغه جنجال د هواري په موخه مایمي، نسي، کوفاب او شکي ولسوالیو ته سفر کړی دی.
تر دې وړاندې سرچینو آمو ته ویلي وو چې شکي ولسوالۍ ته د طالبانو د والي سفر بې پایلې و او د ځايي اوسېدونکو او د طالبانو د کسانو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم پر خپل ځای پاتې دی.
پدې وروستیو کې سرچینو آمو ته تایید کړه چې د طالبانو استخباراتو په نسي ولسوالۍ کې د موسی کاکا په نوم د طالبانو یو قومندان نیولی او د دغه طالب قومندان له نیول کېدو وروسته، د هغه اړوند کسان د بدخشان په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي او په یو شمېر ولسوالیو کې امنيتي وضعیت بې ثباته دی.
سرچینو وویل چې په زابل کې د طالبانو د والي د مرستیال جمعه خان فاتح پورې تړلي سیمه ییز طالبان په نسي او مایمي ولسوالیو کې په چمتووالي (آماده باش) حالت کې دي او د طالبانو د غړو ترمنځ د ننه د خپلمنځي نښتو د پېښېدو احتمال شته.
د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د جمعه خان فاتح یو شمېر کسان غرو ته ختلي او شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې اوسېدونکو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د طالبانو یو شمېر کسان چې په زابل کې د طالبانو د اوسني والي د مرستیال جمعه خان فاتح پورې تړاو لري، د سرو زرو لرونکې ځمکې یې غصب کړې دي.
د یادولو ده چې د ځايي اوسېدونکو او د طالبانو د غړو ترمنځ په نښتو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
