پاکستان د یوې دوه اړخیزې دفاعي هوکړې له مخې، سعودي عربستان ته ۸ زره پوځیان، د جنګي الوتکو یو سکواډرن او د هوايي دفاع یو سیسټم لېږلی دی.
دا بې سارې پوځي همکاري په داسې حال کې بربنډېږي چې اسلاماباد هممهاله د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اصلي منځګړي رول هم لوبوي.
د روېټرز د راپور له مخې، پاکستان په تېره اپرېل میاشت کې سعودي ته ۱۶ الوتکې لېږلي چې ډېری یې پکې د چین او پاکستان په ګډه جوړې شوې جې ایف-۱۷ (JF-17) جنګي الوتکې دي.
د دې ترڅنګ په دغه ماموریت کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) دوه سکواډرنونه او د چین جوړ شوي د (HQ-9) هوايي دفاع پرمختللی سیسټم هم شامل دی.
سرچینې وایي د دغو ټولو پوځي وسایلو لګښت د سعودي لخوا ورکول کېږي خو کنټرول یې د پاکستاني پرسونل په لاس کې دی.
پاکستان او سعودي عربستان تېر کال یو محرم دفاعي تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې دواړه هېوادونه د برید پر مهال د یو بل دفاع ته دانګي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې اشارې ورکړې وې چې دا هوکړه سعودي د پاکستان تر اتومي چتر لاندې راولي.
د سرچینو په وینا، دا هوکړه سعودي ته د تر ۸۰ زرو پورې د پاکستاني پوځیانو د لېږلو امکان هم برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې مخکې هم سعودي ته د ایران د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې لېږلې وې.
