متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د دوی پر یوه اتومي برېښناکوټ د ډرون برید له امله اور لګېدلی او سعودي عربستان هم د عراقي فضا څخه د دریو رارسېدلو ډرون الوتکو د ویشتلو خبر ورکړی دی.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې باید «سمدستي» ګام پورته کړي، ځکه د ایران او امریکا-اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو ډیپلوماټیکې هڅې له بندون سره مخ شوي دي.
د اماراتو چارواکو ویلي چې د برید د سرچینې په اړه څېړنې کوي او دا یې یو خطرناک ګام بللی دی.
د اماراتو دفاع وزارت وایي دوه نور ډرونونه یې په بریا سره له منځه وړي چې د «لوېدیځې پولې» څخه راغلي وو.
بلخوا سعودي عربستان ویلي چې درې واړه ویشتل شوي ډرونونه د عراق له فضا څخه دغه هېواد ته داخل شوي وو او ګواښ یې کړی چې د خپل هوایي حریم د ساتنې لپاره به سخت ځواب ورکړي.
د رپوټونو له مخې، که څه هم د تېرې اپرېل میاشتې راهیسې اوربند شوی، خو بیا هم وخت ناوخت د عراق له لوري پر سعودي او کویټ ډرون بریدونه کېږي.
د اماراتو د رسنیو د دفتر په وینا، دغه ډرون د «براکه» (Barakah) اتومي برېښناکوټ د بهرني دېوال تر څنګ پر یوه برېښنايي جنراتور لګېدلی دی. په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی او د اټومي وړانګو د خپرېدو هیڅ خطر نشته.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس (IAEA) هم د برېښناکوټ امنیت تایید کړی او له دواړو خواو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د روانې جګړې له پیل راهیسې (چې د تېرې فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییل په بریدونو پیل شوه)، ایران په وار وار په خلیج کې د امریکا پوځي اډې او د اماراتو اقتصادي تاسیسات په نښه کړي دي.
د اوربند له پنځو اونیو تېرېدو وروسته، لا هم د هرمز تنګي د پرانیستلو په سر د واشنګټن او تهران غوښتنې ډېرې لرې دي.
امریکا له ایرانه د اتومي پروګرام د بندولو او د هرمز تنګي د خلاصولو غوښتنه کوي، خو ایران د جګړې د تاوانونو ورکړه، د خپلو بندرونو د بندیزونو لغو کول او په لبنان کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ د جګړې بشپړ درېدل غواړي.
ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې (Truth Social) لیکلي: «د ایران لپاره وخت په تېرېدو دی او غوره ده چې سمدستي او ګړندی ګام پورته کړي، ګنې هیڅ به ترې پاتې نشي. وخت خورا مهم دی!»
بلخوا د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند ابوالفضل شکارچي ویلي چې که ټرمپ خپل ګواښونه پلي کړي، امریکا به له داسې هکپک کوونکو او سختو سناریوګانو سره مخ شي چې په خپل لاس جوړ شوي ډنډ کې به ډوبه شي.
د یادونې وړ ده چې د هرمز تنګي د بندښت له امله د تېلو په نړیوال بازار کې تر ټولو لوی بحران رامنځته شوی او په جګړه کې تر اوسه په زرګونو کسان په ایران او لبنان کې وژل شوي دي.
