سیاست

بلخ کې د طالبانو والي: پر طالبانو نیوکه کوونکو به نظامي محکمه ته معرفي شي

انځور بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا

په بلخ کې د طالبانو والي محمد یوسف وفا د دغې ادارې پر وړاندې د «منفي تبلیغاتو» پر مخنیوي د ټینګار په ترڅ کې ویلي، هغه کسان چې په رسنیو، جوماتونو یا عامه غونډو کې پر طالبانو نیوکې کوي، باید نظامي محکمې ته وپېژندل شي.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند، زید د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دا څرګندونې د شمال زون د طالب چارواکو د همغږۍ په یوه ناسته کې شوي دي.

د هغه په وینا، په دغې ناسته کې د شمالي ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ارکان رئیس او د استخباراتو مسوولینو ګډون درلود.

د خپاره شوي متن له مخې، یوسف وفا ویلي چې د طالبانو ټول مسوولین د دغه نظام د ساتلو او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره د لازمو تدابیرو په نیولو مکلف دي.

هغه ټینګار کړی چې هیڅوک حق نلري د رسنیو، عامه راټولېدنهو یا نورو غونډو له لارې د طالبانو پر ضد خبرې وکړي او په وینا یې، که چا دا کار وکړ، نظامي محکمې ته به وړاندې شي.

د بلخ والي دا هم وویل چې که څوک له حکومتي ادارو سره ستونزه لري، باید خپل شکایت په مستقیم ډول له هماغه بنسټ یا د طالبانو له مسوولینو سره شریک کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د جمهوریت د دورې ټول قوانین د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په امر لغو شوي او ادارې باید د دوی د نویو پرېکړو له مخې کار وکړي.

هغه خبرداری ورکړ چې که کومه اداره لا هم د پخوانیو قوانینو پر بنسټ عمل وکړي، مسوولین به یې نظامي محکمې ته معرفي شي.

په دغه ناسته کې د «جهاد» په نوم بهرنیو هېوادونو ته د کسانو پر سفر او له نورو ډلو سره پر یو ځای کېدو هم خبرې وشوې.

طالب چارواکو وویل چې په کابل کې د دوی ځینو علماوو مخکې فتوا ورکړې وه چې د مشر له اجازې پرته بهر ته د جهاد په نوم سفر کول «غیرمجاز» دی.

هغوی ګواښ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مالي یا خصوصي فعالیت به تعقیب شي او تورن کسان به د نظامي اصلاحاتو د کمیسیون په همغږۍ ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند کړي او د خپلو منتقدینو، پخوانیو پوځیانو او ملکي کارمندانو پر وړاندې یې سخت چلند کړی دی.