د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي دی.
په ګوشته کې د طالبانو ولسوال زیور زاهد رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د یادې ولسوالۍ د «وړخېلو لا شوړې» په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو په غره کې رمه څروله.
د زاهد په خبره، په سیمه کې پخوانۍ پاتې شوې مرمۍ پر ماشومانو چاودلې ده.
سیمه کې طالب چارواکي وایي چې ټپي ماشوم په وخت د ګوشتې مرکزي کلینیک ته رسول شوی او اوسمهال یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ادارې تازه ارقام ښيي چې په تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله لږ تر لږه ۹۶ تنه وژل شوي او ۳۲۸ نور ټپیان شوي دي.
دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې، په ټول هېواد کې د ماینونو او ناچاوده مهماتو اړوند ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
د دې پېښو په پایله کې مجموعاً ۴۷۴ کسانو ته زیان رسېدلی دی.
