سیاست

د چین سفر؛ د ټرمپ هیله مندي او د شي جین پینک خبرداری

چین ته د ټرمپ سفر

اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېجینګ ته د خپل سفر په پیل کې ولسمشر شي جین پینګ ته وویل چې «ستاسو ملګرتیا زما لپاره یو ویاړ دی»، خو د چین ولسمشر په مقابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي ټکر او جګړې په اړه یو محتاطانه خبرداری ورکړ.

د دواړو مشرانو د خبرو ترمنځ دا څرګند توپیر ښيي چې واشنګټن او بېجینګ لا هم د ایران د جګړې، سوداګریزو شخړو او د تایوان د مسلې په څېر مهمو موضوعاتو کې یو له بل سره ډېر واټن لري.

ولسمشر ټرمپ د «ولس په لوی تالار» کې د خبرو پر مهال په خورا خوشبینۍ سره وویل: «تاسو یو لوی رهبر یاست. ستاسو ملګری کېدل زما لپاره یو ویاړ دی او د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.»

خو شي جین پینګ بیا په خپلو څرګندونو کې د نړۍ پر حالاتو اندېښنه وښوده او ویې ویل چې تاریخ او نړۍ پوښتنه کوي چې ایا دا دوه هېوادونه به وکولی شي له «توسیدیدس لومې» (Thucydides Trap) څخه تېر شي او که نه؟ (دغه اصطلاح هغه وخت کارول کېږي چې کله یو راپورته کېدونکی ځواک د پخواني ځواک ځای نیسي او پایله یې جګړه وي).

هغه زیاته کړه: «همکاري د دواړو خواوو په ګټه ده، خو مقابله دواړو ته زیان رسوي.»

دې لیدنې ته په داسې حال کې پام اوښتی چې د ایران او اسرائيلو- امریکا جګړې د نړۍ پر اقتصاد بد سیوری غوړولی دی. د هرمز تنګي تړل کېدو د تېلو او ګازو لېږد له خنډ سره مخ کړی او د سون توکو بیې یې خورا لوړې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ټرمپ به هڅه وکړي چې شي جین پینګ وهڅوي ترڅو پر ایران خپل نفوذ وکاروي او جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د جګړې له امله د نړۍ اقتصادونه د پاشل کېدو په حال کې دي او دا د چین په زیان هم ده.

د تایوان پر سر هم بحثونه تاوده دي. چین د امریکا له خوا پر تایوان د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو پر پلورلو غوسه دی.

تایوان د نړۍ د کمپیوټري چپسو (Chips) تر ټولو لوی تولیدوونکی دی او ټرمپ غواړي په دې سفر کې د نړۍ د مشهورو ټیکنالوژيکي شرکتونو له مشرانو (لکه د انویډیا جېنسن هوانګ او ایلون مسک) سره په ګډه داسې سوداګریزې معاملې وکړي چې په امریکا کې تولیدات ډېر کړي.

له ولسمشر ټرمپ سره په دې سفر کې د امریکا د سترو شرکتونو د مشرانو ترڅنګ، د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، د دفاع وزیر پیټ هیګسټ، د هغه زوی ایریک ټرمپ او لور لارا ټرمپ هم ملګري دي.