ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي.
د دغه راپور له مخې، ډېری مرګژوبله د فبرورۍ په ۲۶مه د پاکستان له خوا د «غضبالحق» په نوم د عملیاتو له پیل وروسته اوښتې ده.
اسلاماباد دا عملیات په پاکستان کې دننه د وسلهوالو له بريدونو وروسته پیل کړل او ادعا یې وکړه چې دا ډلې د افغانستان په خاوره کې مېشتې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د جنوري له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱مې پورې ۹۵ سرحدي پېښې ثبت شوې، چې ۹۴ یې د پاکستاني ځواکونو او یوه یې د طالبانو له خوا شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د ملکي وګړو نږدې دوه پر درېیمه برخه مرګژوبله د هوايي بریدونو او پاتې نور یې په ډيورنډ کرښې ته نیږدې سیمو کې د توپخانې او هاوانونو د ډزو له امله ده.
په قربانیانو کې ۷۲ ښځې، ۵۵۴ نارینه، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل دي، چې ډېری یې په کابل، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې دي.
د ټولې مرګژوبلې تر نیمايي ډېره برخه د مارچ په ۱۶مه د کابل په ختیځ کې پر «امید روغتون» د هوايي برید له امله ده، چې دا پېښه تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده.
ملګرو ملتونو د سیمې له لیدنې وروسته ویلي، چې د پاکستان هوايي بریدونو د روغتون د ناروغانو خونه، جومات او د حرفوي زده کړو ودانۍ په نښه کړې دي.
د ملګرو ملتونو د خپلواکې څېړنې پر بنسټ، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ ټپیان دي؛ خو ښايي رښتینې شمېرې تر دې هم لوړې وي، ځکه ډېری جسدونه د سوځېدو له امله د پېژندنې وړ نه وو.
پاکستاني چارواکو د ملکي مېشت ځایونو او روغتونونو په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې «تروریستي زیربناوې» او د طالبانو د ډرون الوتکو مرکزونه یې ویشتلي دي.
بلخوا، طالبانو پاکستان د نړیوالو قوانینو په نقض تورن کړی او ادعا یې کړې چې په دغو نښتو کې تر ۷۶۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
راپور کې د پکتیکا د یوه اوسېدونکي کیسه هم شوې چې وایي د پېشلمي پر مهال یې د کورنۍ ۱۴ غړي په هوايي برید کې وژل شوي دي.
دغه راز په خوست کې د یوې څلور کلنې ماشومې د وژل کېدو یادونه هم شوې ده.
ملګري ملتونه وایي تر اپریل میاشتې پورې د دې جګړو له امله تر ۹۴ زره ډېر کسان بېځایه شوي او په څو ولایتونو کې کورونه، ښوونځي او جوماتونه ویجاړ شوي دي.
یوناما دا هم ویلي، چې طالب ځواکونو لږ تر لږه له یوه ښوونځي او یوه روغتون څخه د پوځي اهدافو لپاره ګټه اخیستې ده.
