لویدیځه اسیا

سي آی اې: ایران کولای شي تر څلورو میاشتو د سمندري کلابندۍ مقابله وکړي

انځور ارشیف څخه

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅې یو ځل بیا له خنډ سره مخ شوې. په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ په خلیج کې نښتې زیاتې شوې، د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آي اې) یو تازه راپور کې وايي چې تهران کولای شي تر څلورو نورو میاشتو پورې د امریکا سمندري کلابندي وزغمي.

د سي آی اې دغه تحلیل ښيي چې پر ایراني بندرونو د امریکا کلابندي به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې پر تهران دومره سخت اقتصادي فشار رانه ولي چې تسلیمېدو ته یې اړ کړي.

دا په ډاګه کوي چې پر ایران د امریکا فشار لا هم محدود دی. بلخوا، یو جګپوړي استخباراتي چارواکي بیا دا راپور “غلط” بللی او ادعا یې کړې چې کلابندۍ د ایران اقتصاد تر پښو غورځولی دی.

په تېرو څو ورځو کې د هرمز تنګي په شاوخوا کې د نښتو تر ټولو لویه څپه راغلې ده. متحده عربي اماراتو ویلي چې د جمعې په ورځ یې دوه بالستیک توغندي او درې ایراني ډرون شنډ کړي دي.

ایران په دې اونۍ کې پر اماراتو بریدونه وروسته له هغه زیات کړل چې ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د «ازادۍ پروژې» (Project Freedom) اعلان وکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو چې په روم کې و، خبریالانو ته وویل: «موږ نن د تهران ځواب ته په تمه یو.» واشنګټن تمه لري چې ایران به د جګړې د ختمولو لپاره د دوی وړاندیز ومني، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی لا هم پر دغه وړاندیز غور کوي.

د نښتو له امله د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ خامو تېلو بیه په هر بیرل کې له ۱۰۱ ډالرو واوښته.

په ورته وخت کې، د امریکا د خزانې وزارت پر ۱۰ هغو کسانو او شرکتونو بندیزونه ولګول چې په چین او هانګ کانګ کې یې د ایران د وسلو او ډرون جوړولو له پروګرام سره مرسته کوله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا پر «پوځي جرات» تورنه کړه او ویې ویل چې هرکله چې د ډیپلوماټیک حل لاره نږدې شي، امریکا په جګړې پیل کوي.