د فرانسې په پارلمان کې د بشري حقونو د فعالانو، افغان سیاسي څېرو او فرانسوي استازو په ګډون یوه ناسته جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ له هېواده بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې د هېواد په راتلونکي کې فعال رول ولوبوي او پرې نږدي چې د خلکو هیلې مړاوې شي.
ښاغلي بېنټ په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت د کډوالو پراخې ونډې ته اړتیا لري او د هغه په باور، بهر مېشتي افغانان د هېواد د سیاسي او ټولنیز مسیر په ټاکلو کې ټاکونکی رول لوبولی شي.
نوموړي همداراز د ښځو حقونو ته په اشارې سره، د «جنسیتي اپارټایډ» د رسمیت پېژندلو په لور نړیوالې هڅې یو مهم او هیله بښونکی ګام وباله.
په دغه ناسته کې د ملي امنیت پخواني رییس، رحمتالله نبیل هم وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که بهر مېشتي افغانان بېتفاوته پاتې شي، هېواد به یو ځل بیا د پردیو قدرتونو د لوبو ښکار او څنډې ته شي.
هغه ټینګار وکړ چې کډوال افغانان باید د هېواد د ننه بېغږه خلکو غږ شي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه، که افغانان خپله لاس په کار نه شي، ممکن افغانستان یو ځل بیا د پخوانیو طرحه شویو سناریوګانو ډګر وګرځي او د پرېکړې چانس به له لاسه ورکړي.
د دغې ناستې تنظیموونکو یې موخه د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو پام اړول او د ملاتړ راجلبول وبلل.
بېنټ له افغانانو وغوښتل چې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي او یادونه یې وکړه چې د ده ماموریت د راپور ورکوونکي په توګه دوام لري او د افغانستان بشري حقونه به یې د کار په لومړیتوب کې وي.
