د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپل تازه تحلیلي راپور کې، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د وضعیت په اړه خپور شوی، ویلي چې په افغانستان کې جوړښتي جنسیتي نابرابري او د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونو، د ښځو محرومیت نور هم ژور کړی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې ښځې خدماتو ته لاسرسی ونه لري او افغان ښځینه مرستندویه کارکوونکې ونهشي کولای پر بشري مرستو اغېزناک رول ولوبوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دغه «ثابته کړنلاره» افغان ښځې او نجونې، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده، له ګڼو خطرونو سره مخ کړې دي.
د راپور موندنې ښيي چې د کونډو ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د عاید، خوځښت او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغه فشاري وضعیت او د کډوالو پراخو راستنېدنو دا کورنۍ اړ کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ګواښمنې لارې چارې غوره کړي؛ لکه د ماشومانو کار، له زدهکړو د نجونو ایستل او په کم عمر کې د هغوی ودول.
راپور زیاتوي چې ښځې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په اړه سم معلومات نه لري او د دودیزو نورمونو او محدودیتونو له امله مرستندویه مرکزونو ته په خوندي ډول نه شي تللی.
همداراز په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لا هم په لوړه کچه کې دی، چې ښځې په کې تر نورو زیاتې له لوږې سره مخ دي.
ملګرو ملتونو پر دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د معیشت فرصتونه یوازې تر کورونو محدود شوي او ښځې بازارونو او مالي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
دغه بنسټ غوښتنه کړې چې په بشري پروګرامونو کې دې هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي چې سرپرستي یې ښځې کوي، ترڅو د هغوی د زیانمنېدو کچه راټیټه شي.
