امنیت

پروان کې د ناچاودېدلو توکو په چاودنه کې یو کس مړ شوی

انځور- ارشیف څخه

په پروان ولایت کې د پاتې شوې سرګلولې د چاودنې له امله یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

په پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه پرون غرمه مهال د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه ۲۰ کلن ځوان هڅه کوله یوه پاتې شوې سرګلوله خلاصه کړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې یاد ځوان مړ شوی او دوه نجونې او یو هلک په کې ټپیان شوي دي.

طالب چارواکي وایي چې ټپیان د پروان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.